1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نواز شریف د استعفأ غوښتنو زور اخیستی دی

۱۳۹۶ تیر ۲۰, سه‌شنبه

د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف مخالفینو د سه شنبې په ورځ هم د هغه د استعفأ غوښتنه وکړه. دا ځکه چې د نواز شریف د هیواد څخه بهر شتمنیو په اړه یوې څیړنې موندلي چې پاکستانی لومړی وزیر تر هغه ډیر عاید لري چې ویلي یې دي.

https://p.dw.com/p/2gJ66
Pakistan Premierminister Nawaz Sharif, Untersuchungsausschuss
انځور: Reuters/F. Mahmood

د پاکستان د سترې محکمې له خوا ګومارل شوې د څیړونکو یوې ډلې، په اپریل میاشت کې په لندن او نورو ځایونو کې د نواز شریف د کورنۍ د شتمنیو په اړه څیړنې وکړې. د دغه شتمنیو په اړه معلومات تیرکال د «پاناما بربنډونو» په ترڅ کې خپاره شوي وو.

دغې ډلې له نوازشریف، د هغه له دوو زامنو، یوې لور او د کورنۍ له نورو غړو څخه پوښتنې ګرویږنې کړې دي. څیړنو له دوو میاشتو څخه د ډیر وخت له پاره دوام وموند.

د څیړونکو په وروستي رپوټ کې چې د دوشنبې په ورځ سترې محکمې ته وسپارل شو، راغلي دي: «د بیان شوي عاید او [په حقیقت کې] د ترلاسه کیدونکي عاید ترمنځ روښانه توپیر موجود دی.»

اوس نو د نوازشریف مخالفین چې په کې پخوانۍ کریکټر عمران خان، هم شامل دی، غواړي چې نوازشریف له خپلې دندې استعفأ وکړي. هغوی وایي چې شریف اوس په یوه ډیر جدي مالي جرم باندې تورن شوی دی.

د جماعت اسلامي ګوند او د پخواني ولسمشر عاصف علي زرداري، هم له نوازشریف څخه غوښتي دي چې خپله دنده پریږدي. دا په داسې حال کې ده چې د شریف متحدین بیا خپور شوی رپوټ ردوي او ادعا کوي چې دا د لومړي وزیر پر ضد یوه توطعه ده.