د ننگرهار پوهنتون استادانو احتجاج کړی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۱, دوشنبهد یو شمیر استادانو په خبره دغه احتجاج به ترهغه وخته پوري دوام کوي چي د دوی غوښتني اړوندو چارواکو نه وي منلي.
د ننګرهار د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی مرستیال احمدګل واثق په وینا چي د پوهنتون نژدې دوه نیم سوه استادانو ځکه احتجاج کړی دئ، چي درې کاله مخکي ولسمشر کرزي د يوه ځانگړي فرمان په ترڅ کي دولتي ادارو ته امر کړی وو، چي د پوهنتون استادانو ته د استوگني نمرې ورکړي:
«د دوو کلونو له تېرېدو سره سره او د ننگرهار والي د پر له پسې ژمنو سره سره بيا هم ولايتي اداره په دې نه ده توانېدلې چي د پوهنتون استادانو ته یوه يوه نمره مځکه ورکړي.»
نوموړي زياته کړه چي دوی د ننګرهار والي ته یو څه وخت ورکړی دئ، چي که په دغه موده کي دوى ته نمرې ور نه کړل شي، د محصلانو پر مخ به د ټولګيو دروازې وتړي، او کلنۍ ازمویني به هم وانه اخلي: «د محصلانو د سرنوشت مسئولیت به د ولایتي چاراکو پر غاړه وي.»
ددغي ستونزي په اړه د ننګرهار پوهنتون رئیس ډاکټرمحمد صابرمومند وویل، چي د استوګني نمرې د استادانو حق دئ او دولت ئې باید ورکړي: «موږ له ولايتي چارواکو څخه غواړو چي له مرکزي دولت سره په ګډه کار وکړي، چي دې ستونزي ته د پاى ټکى کښېږدي.»
د ننګرهار پوهنتون د انجنيرۍ د درېيم کال محصل احسان الله دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل چي نمرې د استادانو حق دئ او باید ورکړل شي. کنه نو د استادانو له لوري د محصلانو پر وړاندي د پوهنتون د دروازو تړل له محصلانو سره خیانت دئ.
د يادوني وړ ده، چي له دوو کلونو راهيسي د ننګرهار په بېلابېلو دښتو کي د قومي شخړو، لاريونونو او ملکيتونو د دعوې لړۍ د پوهنتون تر دروزاو هم را ورسېده.
شمعه احمد زۍ/ جلال اباد
کتونکی: نجيب الله زيارمل