د ننگرهار د ولايت شورا غړې انگېزه ښخه سوه
۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه
له انگېزې سره په دغه چاودنه کې د هغې خوريی چې موټر يې چلاوه ځای پر ځای ووژل شو او د ښوونځي درې زده کوونکې سختي ټپیاني شوې.
له دغو زده کوونکو څخه يوې يې یوه ورځ وروسته په روغتون کې سا ورکړه او انګېزه شینوارې د درملني له پاره کابل ته ولیږدول شوه.
انگېزه د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کي بستر وه او د يکشنبې ورځي په مازيگر يې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.
انگېزې ته د دوشنبې په ورځ دوې بجي د جلال آباد په شېرزي لوبغالي کې د جنازې لمونځ ورکړل شو او د پوهنتون روغتون ته څیرمه ښخه شوه.
د انگېزې د کورنۍ غړی نوید شینواری وايي چې هغې پر ځان منلې وه چې د یوې ځواني مدني فعالې په توګه د مرګ په ګډون هره قرباني منلې وه.
د ننګرهار اوسیدونکی او ځوان لیکوال نور ولي سعید شینواری وايي: «انگېزي، نارینه خاصیتونه درلودل، زړورتیا ته یې موږ د څنګ دوستان هم ورته تسلیم وو. ښه مي په یاد دي چې اچین ته د مدني فعالیتونو په یو سفر ورسره ولاړو، هلته یې یو سپین ږیری بوډا تر ږیري ونیو، ویل بابا د خدای په لحاظ، ښځو ته نور دومره په سپک نظر مه ګورئ، راشئ ښوونځي ته یې راولېږئ او خپل کورته روڼا راولی.»
انگېزه څوک وه؟
انگېزه د ۱۳۵۵ لمریز کال د ثور مياشتي پر ۲۵ نېټه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په شینوارو کې زېږېدلې وه. پلار يي محمد کبیر پوځي منصبدار د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پرمهال ووژل شو.
انگېزې د ننګرهار د مرکز جلال اباد له الايي لېسې څخه فارغه او اوس د دغه ولايت پوهنتون د ښوني او روزني د شپې پوهنځی محصله وه.
هغې د کليد په نوم شبکې، د ننګرهار په سیمه یزو راډیوګانو او چاپي خپرونو کې په کارکولو سره د یوې فعالي خبریالې په تړگه وپیژندل شوه او وروسته د ولایتي شورا په ټاګنو کې يې ځان کانديد او بریالۍ شوه. انگېزه د ۲۰۱۴م کال د ولايتي شورا په ټاکنو کي هم بريالۍ شوه.انگېزه، گونډه مور يو ورور او دوې خويندي لري.