1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نشوو پرېښول ګران کار دی خو امکان لري

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۲ بهمن ۱۷, پنجشنبه

د اعتياد پرېښول سخت کار دی، خو ناروغان وايي په هغه صورت کي چي په نشوو اخته کسان د ډاکټرانو او کورنيو د غړو مشرو په پام کي ونيسي کېدای شي چي له اعتياد څخه خلاص شي.

https://p.dw.com/p/1B3ft
انځور: DW/H. Sirat

د جنگلک روغتون ته هغه ۳۰۰ معتادین چې د نشوو پرېښولو له پاره ور وستل شوي دي، د نشوو پرېښولو له پاره د ژوندانه له یوې سختي شېبې څخه تیریږي.

د نشوو پریښول آسان کار نه دی. یوازي څو سلنه معتادین کولای شي چې د نشوو د پرېښولو تر سختیو تیر شي او یو وار بیا د نشه يي موادو استعمال ته مخه نه کړي.

په نشه اخته صفی الله چې له لوگر ولایت څخه د درملني له پاره کابل ته بېول سوی دی وایي چې د اعتیادۍ له امله له خپلي کورنۍ څخه خجالت دی او وایي که چیري یې تداوي ونه شي، د روغتون په انگړ کې به ځانته اور واچوي...

قیس يو بل په نشوو اخته ځوان دی چې یو وار دمخه یې په دې روغتون کې درملنه شوې وه، خو کله چې يو وار بیا په نشوو اخته انډیولانو سره یو ځای شو، نو د هیروینو په څکلو یې پيل وکړ.

دغه په نشه اخته وایي چې اته میاشتې یې نشه پرېيښې وه، خو له معتادو انډیولانو سره ناستي ولاړي له کبله یې یو وار بیا پوډر څکلوته مخه کړه: «پوډر د تلویزون د سریال په شان په هر کور کې موندل کیږي. له هغو انډیوالانو سره چې مي ناسته درلوده، ټول په ایران کې په نشوو اخته شوي دي او زه هم په نشه اخته شوم.»

یو دود زیات دی او زر دوده کم

مجتبی یو بل معتاد دی، چې وایي په ایران کې په نشه اخته شوی دی. هغه وایي چې د کوټې د انډیوالانو سره دوستي یې سر، پل سوخته ته وایست او بالاخره اوس دغه روغتون ته وروستل شوی دی. دغه ځوان، نورو ځوانانو ته سپارښتنه کوي چې له مخدره موادو څخه ځانونه وساتي. د مجتبی په خبره مخدرده مواد هغه اور ته ورته دي، چې له انسان څخه دود جوړوي. هغه زیاتوي: «یو دود زیات دی او زر دوده کم. له پوډري دوستانو څخه ډډه وکړی، ځکه چې په یوه دود معتاد کیږئ. له هماغه لومړي دوده ډډه وکړی.»

دغه معتادین وایي چې د کورنۍ او ټولني پر اوږ بار دي او غواړي چې له دغه وضعیت څخه ځان خلاص کړي. هغوی په دې ارمان شپې سبا کوي، چې یوه ورځ وکولای شي، د خپلې کورنۍ له پاره کار وکړي.

د درملني پړاو

د جنگلک روغتون مسوولین وایي چې معتادین د ۴۵ ورځنۍ دورې تر تیرولو وروسته له روغتون څخه رخصتیږي. ډاکټر احمد ظاهر سلطاني، وایي چې اعتیاد هغه یوه ناروغي ده چې کولای شي ناروغ یو وار بیا خپلي خوا ته کش کړي: «اعتیاد یوه مزمنه دماغي ناروغي ده، چې د بیرته راگرځېدو توان لري. یعني په هر زمان او مکان کې ممکنه ده چې ناروغ د وسوسې له امله په هغې بیا گرفتار شي.»

سلطاني وایي چې په نشوو اخته لږ کسان بیرته معتاد شوي دي. د هغه په وینا بې روزگاري، بې سرپنا توب او کمزورې ارداه کیدلای شي تر درملني وروسته یو وار بیا د اعتیاد د رامنځ ته کیدو سبب وگرځي.

لومړنۍ ۲۵ ورځنۍ دوره، چې د انگېزې ورکولو په نامه یادیږي، معتادین د کورنیو له خوا روغتون ته ور وستل کیږي او له رواني لحاظه د نشوو پرېښولو ته چمتو کیږي.

دوهمه دوره د بسترېدو ده چې لس ورځې وخت نیسي او په دغه مرحله کې پر معتادینو نشه يي مواد قطع کیږي او د هغو ناروغیو تداوي یې کیږي، چې د نشوو د پرېښولو له امله رامنځ ته شوي وي.

وروستۍ مرحله د ناروغانو له بدن څخه د زهري موادو د ليري کولو ده او روان شناسان له رواني لحاظه ناروغان د نشوو پرېښولو ته واداره کوي. سلطاني وايي چې تر۴۵ ورځنۍ تداوۍ وروسته معتادین باید دوه کاله وروسته یو وار بیا د رواني مشورې او تعقیبي ناروغیو د درملنې له پاره روغتون ته ورشي.