1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نایجیریا پر پوځ د جنگي جرمونو تور لگول شوی

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

د بخښني نړيوال سازمان د نايجيريا پر پوځ د په زرونو کسانو د وژلو، نیولو او شکنجه کولو، جنگي جرمونو تور لگولی دی. د بشري حقونو فعالان د مسئولو کسانو پر ضد د څیړونو د تر سره کیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/1FbfP
انځور: Getty Images/AFP/I. Sanogo

د بخښني نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل چې کوم ارقام وړاندي کړي دي، ټکان ورکوونکي دي. د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې په نایجیریا کې د ۲۰۱۱م کال له مارچ میاشتي راهیسي۷۰۰۰ ځوانان وږي ساتل شوي، خفه کړل شوي، تر مرگه ربړول شوي او د روغتیايي خدماتو د نه شتون له کبله مړه شوي دي.

دغه رپوټ زیاتوي چې نور ۱۲۰۰ نیول شوي کسان د ۲۰۱۲م کال له فبروري میاشتې راهیسې د نایجیریا د پوځ له خوا د محکمې له حکم پرته اعدام شوي دي. رپوټ زیاتوي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې مجموعا ۲۰۰۰۰ تنه نیول شوي دي چې ماشومان هم پکښې شامل دي. دغه رپوټ «ستوري پر اوږو، ویني پر لاسو: د نایجیریا پوځ جنگي جرمونه کړي» تر نامه لاندي خپور شوی دی. زیاته شوې ده چې تر ټولو زیات افراطي ډله «بوکو حرام» د یرغلونو په غبرگون کې دغسي خونړي اقدامات شوي دي.

د دغه رپوټ د چمتو کولو له پاره د بخښني نړیوال سازمان څو کاله څیړنې کړي، د دغه هیواد له فاع وزارت څخه تر لاسه شوي اسناد یې تحلیل کړي او۴۰۰ عیني شاهدان، د قربانيانو کورنۍ او امنیتي ځواکونه پوښتل شوي دي.

په شکمنو عاملینو کې د پوځ لوی چارواکي هم شامل دي. ويل شوي دي چې پر یو شمیر نورو کسانو باندي تور دی چې له دغو کړنو یې خبر لاره، خو هیڅ غبرگون یې نه دی ښوولی. د ایمنسټي انټرنیشنل د څېړني د څانگي مشري انا نایستات، ویلي دي: «هغه څه چې موږ موندلي دي، ډیر تکان ورکوونکي دي. یو پوځ چې په اصل کې باید د ولس ساتنه وکړي، د ډیرو جنایتونو مرتکب شوی.»

اوس د بشري حقونو دغه سازمان د نهو کسانو چې پکښې د لوی درستیز مارشال بدیح او د پوځ د مشر کین میني ماح، نومونه هم شامل دي، په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کوي. د ایمنستي له نظره راټول کړل شوي اسناد په دینهاگ کې د جزا په نړیواله محکمه کې د یوې محاکمې د پیلیدو له پاره بسنه کوي.

له څو اوونیو راهیسې محمودو بوهاري، چې د پوځ پخوانی جنرال دی، د دغه هیواد د نوي ولسمشر په توگه لوړه کړې ده. دغه ۷۲ کلن د پوځ په جوړښتونو او ستونزو باندي ښه پوهیږي. بوهاري د ولسمشر په توگه په خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی وو چې د پوځ له خوا د بشري حقونو نقضول به و نه زغمل شي. هغه ویلي ول، که دغسې پیښي رامنځ ته شي نو انظباتي گامونه به واخیستل شي. هغه د نایجیریا لومړۍ ولسمشر دی چې د دغو ستونزو په هکله په داسې څرگند ډول غږیږي.

پوځ تورونه نه مني

د بخښنې د نړیوال سازمان له لوري تازه تورونه نوي نه دي. په تیرو کلونو کې هم د بشري حقونو فعالانو په وارو وار له ملکي کسانو سره د پوځ له خوا سخت چلن غندلی دی. عیني شاهدانو تر ټولو زیات د نایجیریا په شمال ختیځ کې چې د بوکو حرام، پوخ سنگر گڼل کیږي د پوځ له خوا د لټون په ترڅ کې د بې رحمانه چلن رپوټ ورکړی دی.

خو د نایجیریا پوځ دغه تورونه ردوي او هغه بې بنسټه بولي. دا هم یو دلیل دی چې د دغو سیمو خلک پر پوځ، ځانگړي قطعاتو او همداشان پر پولیسو باندي لږ باور لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب