1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو سازمان له طالبانو سره د مذاکراتو ملاتړ کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۸, شنبه

د ناټو سازمان د ۲۹ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو سره له قید او شرط پرته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له تازه طرحې خپل ملاتړ اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/2wqc9
Nato-Treffen in Brüssel
انځور: Getty Images/AFP/J. Thys

د جمعې په ورځ د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته دغه سازمان د افغانستان په هکله یوه اعلامیه هم خپره کړه. په دې اعلامیه کې دغه سازمان له افغان امنیتي ځواکونو څخه پر خپل ملاتړ ټینګار کړی. په اعلامیه کې د دې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حواله راغلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له طالبانو سره له شرط او قید پرته د ولسمشر محمد اشرف غني د طرحې هرکلی کوي.

ولسمشر غني په دې وروستیو کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د رسیدو له پاره طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ. نوموړي طالبانو ته د اوربند د وړاندیز سربیره د ګوند په توګه د هغوی د رسمي پیژندلو وړاندیز هم وکړي. د دې ترڅنګ ولسمشر غني په خپل دغه وړاندیز کې د یو شمیر طالب زندانیانو د آزادیدو او د دوی د غړو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیا خبره هم کړې.

Afghanistan Kabul Friedens-Konferenz
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د یادولو وړ ده چې د جمعې په ورځ یعنې د ۲۰۱۸م کال د اپریل میاشتې په ۲۷ نیټه ناټو د کابل او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو او په دې هیواد کې د نړیوالې ټولنې پر راتلونکي رول باندې هم موافقت کړی.

د ناټو په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د ناټو سازمان متحدین د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې په برخه کې ګډ نظر او دریځ لري. د ناټو عمومي مشر ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې موږ له طالبانو سره د ولسمشر غني د بې ساري وړاندیز هرکلی کوو...موږ له طالبانو غواړو چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې په لړۍ کې شرکت وکړي.

په دې ترتیب اوس د افغانستان د جګړې پای ته رسول د طالبانو په لاس کې دي، ناټو بیا له طالبانو غوښتي چې له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د سولې په لړۍ کې برخه واخلي. دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې ظاهراً طالبانو د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته څه خاص توجه نه ده کړې. په دې وروستیو کې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو پسرلنیو پوځي عملیاتو د پیل کولو خبر ورکړی وو.

Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

سربیره پر دې د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د سولې په لړۍ کې د پاکستان پر رول هم ټینګار شوی او د سولې او سیاسي خبرو له پاره د طالبانو په هڅولو کې یې د دې هیواد رول ارزښتاناکه یاد کړی. د ناټو عمومي مشر چې د افغانستان په هکله یې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د اعلامیې یوه برخه له خبریالانو سره شریکوله وویل: «د پاکستان رول اساسي دی. موږ پاکستان هڅوو چې لا ډیر ګامونه پورته کړي او د ترهګرو ټول پټنځایونه وتړي، د ترهګرو ټول مالي جریانات قطع او همدا راز په پوله بریدونو ته د پای ټکی کیږدي.»

د ناټو سازمان غړو هیوادونو په دغه اعلامیه کې همدا راز ټینګار کړی چې دوی په ګډه سره د داخلي امنیتي تهدیدونو، د داعش ډلې په شمول له ترهګرۍ را ولاړ شوو تهدیدونو پر وړاندې به له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د ناټو عمومي مشر د افغانستان د راتلونکي پارلماني ټاکنو په اړه وویل چې په وخت او شفاف انتخابات د افغانستان د پرمختګ له پاره ډیر ضروري دي. نوموړي ویلي چې موږ په اکتوبر میاشت کې د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو د اعلان هرکلی کوو او زه د افغانستان له حکومت څخه غواړم چې د بشري حقونو، ښې حکومتولۍ او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اقداماتو ته ادامه ورکړي.