1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو یوه چورلکه په هلمند کي را لوېدلي.

۱۳۸۶ خرداد ۱۰, پنجشنبه

د امريکايي ځواکونويو وياند وايي چې د سوله ساتو ځواکونو يوه چورلکه په هلمند ولايت کې رانسکوره سوي او پکښي سپاره اوه سره ستيري وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/DK9g
د غه CH47 ډ وله شينوک الوتکه تيره ورځ د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ په يوه ليري پرته سيمه کي راغورځول سوې ده.
د غه CH47 ډ وله شينوک الوتکه تيره ورځ د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ په يوه ليري پرته سيمه کي راغورځول سوې ده.انځور: AP
په قربانيانوکي پنڅه امريکايي يو کاناډايی او يو برتانوی عسکر شامل دي.
د غه CH47 ډ وله شينوک الوتکه تيره ورځ د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ په يوه ليري پرته سيمه کي راغورځول سوې ده.
داسي ويل کيږي چې ياده سوي چورلکه به په الوتکو ضد توغندی سره ويشتل سوې او راغور ځول سوې وي. خود ناټو ځواکونو تر اوسه پوري پدې اړه څه ندي ويلي چې الوتکه څنگه را نسکوره سوه.
بله خوا د پېښي پړه طالبانو په غاړه اخيستي او ويلي يې دي چي چورلکه يې د الوتکي ضد توغندی پرمټ راغورځولې ده.
د امريکايي ځواکونو وياند داهم ويلي کله چي د ناټوځواکونو د پېښي ځای ته ځان ورساوه د طالبانو تر وسلوال بريد لاندي راغلل چې وروسته د هوائي ځواک څخه مرسته وغوښتل سول.
د هلمند په ولايت کي د ناټوځواکونو تر قوماندې لاندي شاوخوا اوه زره عسکر مېشت دي چې شپږ زره يي برتانويان دي.