1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو څخه په لیبیا کې د ملکي وګړو د وژنې د پلټنې غوښتنه شوې

۱۳۹۰ آذر ۲۶, شنبه

یوی نیویارک میشته د بشري حقونو ټولنې د ناټو څخه غوښتي چې په لیبیا کې د ۸ میاشتو د پوځي عملیاتو پر وخت د ممکنه ملکي وګړو د وژنې په اړه پلټنې تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/13Ugn
د لیبیا یو وګړی د خپل ویجاړ شوي کور مخې ته ولاړ دی.
د لیبیا یو وګړی د خپل ویجاړ شوي کور مخې ته ولاړ دی.انځور: DW

د لیبیا نوی منځمهاله حکومت چې د طرابلس څخه د قذافي د تیښتې وروسته د تیلو د صادرونکو هیوادونو د سازمان ، (OPEC) غړیتوب لري، اټکل کوي چې د لیبیا په دغه کورنې جګړه کې تر ۴۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي. دغه خبره د رویټرز خبري آژانس ته د ملګرو ملتونو لپاره د لیبیا استازي، ابراهیم دباشي، کړي ده. هغه وویل:« د دغه وژنو لپاره قذافي ګرم دی.»

د هیومن رایټس واچ یا د بشری حقونو د څارنی د ټولنی د حقوقي څانګې څخه فرید ابراهام، په لیبیا کې دی او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې داسې پیښې چې تور یې پر ناټو لګول کیږي په څیړنه بوخت دی.

د جګړې پر وخت د قذافي ځواکونه دې ته لیواله وو چې خبریالانو، هیومن رایټس واچ او نورو د بشري حقونو ډلو ته داسې ځایونه په ګوته کړي چې د هغوي په وینا چې دغه ډله ایزې وژنې د ناټو له خوا تر سره شوي دي.

د هغوي له لوري چې زیاتره کوم جسدونه خبریالانو ته ښکاره کړل شوي ول په څرګند ډول هغه د پوځي ځواکونو وو، نه د ملکي وګړو.

ابراهام پر دې څیړنه کوي چې په دقیقه توګه معلومه کړي چې په دغه جګړې کې د ناټو له لوري په بمباریو کې څومر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، کومه چې د مارچ په میاشت کې پیل او د اکتوبر په میاشت کې پای ته ورسیده.

ابراهام د رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د دوې د شمیرنې له مخې د ناټو له خوا په عملیات کې تر ۵۰ تنو ملکي کسان د ناټو له لوري وژل شوي، هغه زیاته کړه ښایې دغه شمیر تر دې زیات هم وي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې دا د ناټو مسؤلیت دی چې په دې اړه ریښتینی پلټنې تر سره کړي.

خو د ناټو غړي لویدیځوال ډیپلوماټان بیا وایي چې دوې هیڅکله ملکي وګړي نه په نه نښه کوي، ځکه چې د ملکي کسانو په نښه کول خپله یو جنګي جنایت دی. د ناټو ټلواله په افغانستان کې د ملکي وګړو د وژنې لپاره په لویه کچه تورنیږي او د ملکي وګړو هغه کچه چې په لیبیا کې ښودل شوې په افغانستان کې یې کچه تر هغې ډیره لوړه ده.

د جرمونو د نړېوالې محکمې لوی څارنوال، لویس مورینو- اوکامپو، د هغه جنګي جرمونو چې د ناټو، د قذافي د ځواکونو او د لیبیا د یاغیانو له لوري تر سره شوي پلټنه کوي.

د ناټو ویاندې، اوآنا لنګیسکو، ویلي چې د ناټو ټلواله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمیره په لاس کې نه لري چې د دوي له خوا د عملیاتو پر وخت منځ ته راغلي وي هغې زیاته کړې چې د عملیاتو پر وخت د داسي احتیاطي تدابیرو څخه کار اخیستل کیږي چې په هغې کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې امکانات لږ تر لږه وي.

خو د لیبیا منځمهاله دولت له ناټو څخه د پیښې د پلټنو په اړه کومه غوښتنه نه ده کړي. دباشي، ویلي چې د ناټو له لوري د دغه پیښو پلټنو ته کومه اړتیا نه لیدل کیږي. د هغه په وینا دا خبره د منلو وړ ده چې د ځینو غلطیو له امله به د ملکي وګړو مرګ ژوبله رامنځ ته شوي وي.

هغه ویلي چې په لیبیا کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله رامنځ ته کیدل د تأسف خبره ده خو د دغو مرګ ژوبلې پړه د قذافي په غاړه ده. هغه د لیبیایی یاغیانو له خوا د اکتوبر په میاشت کې تر نیول کیدو وروسته ووژل شو. د هغه په وینا قذافي خپل پوځونه په ملکي ځایونو لکه ښوونځیو کې ځای پر ځای کړي وو. هغه زیاته کړې چې د جګړې په اړه خپله د لیبیا دولت یوه پلټنه تر سره کوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: عبدالباري حکیم