1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو پر سرتيرو طالبانو نه، افغان عسکر بريدکړی

۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعه

د افغانستان په لويديځ کي د ناټو اوافغان ځواکونوپه يوه قرارګاه کي يوه افغان عسکرد ګڼ مليتيزه ځواک پر سرتيرو بريد کړی دی. په دغه بريد کي يو ايټالوی عسکر وژل سوی او يو بل سخت ژوبل دی

https://p.dw.com/p/QuH9
بريدکونکی د پيښي له ځايه په تيښته بريالی سوی
بريدکونکی د پيښي له ځايه په تيښته بريالی سویانځور: AP

دغه تازه پيښه د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کي رامنځ ته سوې ده .

دا لومړي ځل ندی چي د افغانستان د پوځ يو سرتيری د ايساف پر عسکرو بريد کوي .

په وروستي 2010 کال کي د دغه ډول بريدونو شميره تر بل هر وخت وچته وه .

په تيرو څو مياشتوکي په هلمند، بادغيس او کندهار کي څو څو ځله افغان سرتيرو پر خپلو بهرنيو همکارانو وژونکي بريدونه کړي دي.

د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کي وروستۍ پيښه پر داسي مهال رامنځ ته کيږي چي ناټو د افغان ځواکونو د روزولو پروسه چټکه کړې او ټاکل سوې چي په راتلونکي جولای مياشت کي له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو وتل پيل کړي .

دويچي ويلي ته په کابل کي د ناټو له قوماندانۍ څخه په را استول سوي يوه ويناپاڼه کي راغلي چي لومړی داسي ويل کيدل چي دغه بريد طالبانوکړی ،خو نن شپه له تحقيقاتو وروسته معلومه سوه چي بريد د يوه افغان عسکر له لوري سوی وو.

د ايساف په ويناپاڼه کي راغلي، ددوی دوه سرتيري په بالامرغاب کي په يوه ګډه قرارګاه کي د خپلو وسلو په پاکولو بوخت ول چي يوه افغان سرتيري پرې د ټوپک شپيلۍ اړولې، يو يې ترينه وژلی او بل يې سخت ژوبل کړی .

د ناټو په اعلاميه کي راغلي چي بريدکونکی د پيښي له ځايه په تيښته بريالی سو.

طالبانو ويلي چي دغه بريد ددوی له لوري تر سره سوی دی .

ددغي ډلي يوه وياند قاري يوسف احمدي وويل چي بريدګر سرتيری د دوی ملګری وو او له بريد وروسته بيرته د طالبانو ليکو ته خوندي ستون سوی دی .

بادغيس د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چي څو ځله پکي ورته پيښي رامنځ ته سوي دي .

د 2010 کال په ورستيو مياشتو کي په يوه ورته پيښه کي د ناټو يو بل سرتيری وژل سوی وو چي وروسته بيا بريدکونکی د ايساف د نورو عسکرو له لوری ځای پرځای ووژل سو . دغه کار د قلعه نو اوسيدونکي پراخو لاريونونو ته را وبلل .

د پوځي چارو شنونکي وايي له کله راهيسي چې افغان او بهرني ځواکونه په تهاجمي عملياتوکي تر بل هر وخت ډير نږديوالی کوي نو له همدې امله ددغسي پيښو ګراف هم لوړ سوی دی .

تير کال په يوه بله خونړۍ ورته پيښه کې د ناټو 5 بريټانوي عسکر په هلمندکې د يوه افغان سرتيري له لوري ووژل سول .

د ناټو ځواکونو پوځي قوماندانان تر اوسه ندی توانيدلي چي د دغسي ډول بريدونو مخه ونيسي ، ځکه له يوه لوري بهرني ځواکونه له افغان سرتيرو سره په ګډو عملياتونوکې اوږه په اوږه برخه اخلي او له بل لوري په ډيرو کړکيچنو سيمو کي افغان او ايساف ځواکونه ګډي قرارګاوي لري .

ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی : محمد قاسم نوري

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل