1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو نوې ستراتيژي بايد نوو او زړو تهديدونو ته يو ډول جواب ووايي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

د1999 ميلادي کا ل را پدېخوا دا لومړی وار دی،چي ناټو يوه نوي ستراتيژي طرحه وړاندي کوي...

https://p.dw.com/p/NPqz
په روکسل کي د ناټو د غړو هيوادونو د استازو غونډه
په روکسل کي د ناټو د غړو هيوادونو د استازو غونډهانځور: AP

په دغه نوي ستراتيژي طرحه کي کار پوهانونه يوازي د امنيتي وضع بدلو نو نه په پام کي نيولي، بلکي بيلا بيلي ننګوني او خطرونه يې څېړلي.

که څه هم دناټو دپخوانۍ ستراتيژي څخه 11 کاله تيريږي، خو که سړی په دغه وخت کي جغرافيوي سياسي بدلونونو ته يو نظر واچوي،داسي مالوميږي، چي اوس په اصطلابيخي يو بله زمانه وي.

که څه هم چي د برلين ديوال په را نړيدو سره سړه جګړه پای ته رسېدلې،خو په نسبي توګه سړی نه پوهيدی، چي څه نوي پيښي او ننګوني به په دغه نوې زمانه کي رامنځ ته کيږي.

کله چي د 2001 ميلادي دسپتمبر د11 نېټې پيښه منځ ته راځي، نو دې پوښتني ته چي راتلونکي ننګوني او خطرونه به څه يي په خطرناکه تو ګه جواب ويل کيږي.

اسلامي ترهګري، په ناانډوله توګه خطرونه،د پاڅيدونکو سره مبارزه، دناامنيو او د ماتي سره د مخامخ دولتونو بيرته پر پښو درول، نړيوال دنوو ننګونو او د امنيتي مسايلو سره مخامخ کېده.

ناټو د سپټمبر د11 نېټې راهيسي تر اوسه ددغه نوو امنيتي سياسي مسايلو په اړه خبري کړي، خو دغه خبري اتري ديوې نوي طرحي په بڼه نه و را غونډ سوي. نوله همدې کبله په تير کال کي ناټو د امريکا دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو د پخواني وزيري مادلين آلبرايت په مشري دکارپوهانو يوه ډله ونومول،چي دناټو دپاره يوه نوې ستراتيژي طرحه وړاندي کړي.

دغي ډلي نه يوازي هغه ننګوني او بدلونونه په پام کي نيولي، چي د 1999 ميلادي کال راهيسي په چټکۍ سره روان دي، بلکي دې مسئلې ته هم بايد پام سوی وای، چي دناټو ددفاعي تړون دغړو په شمېر کي هم ډيروالی راغلی او د اروپاډير شمېر هيواد ونه په 2004 ميلادي کال کي د ناټو په غړيتوب منل سوي دي.

په تيره بيا دختيځۍ اروپا او د بالتيک هيوادونه دخپلو تاريخي تجربو او روسيې ته د نژديوالي له امله خپل تصورات او لومړيتوبونه لري.

دمثال په توګه دختيځي اوروپاهيوادونه دهغه احتمالي خطرونو څخه خبري کوي، چي ښايي دروسيې له خوا دوی ته متوجه وي او د ناټو د تړون په 5 ماده باندي، چي دخطر په صورت کي دګډي دفاع ماده بلل کيږي، ډير پام کوي.

خو نور هيوادونه لکه فرانسه، لويه برتانيه، او د امريکا متحده ايالات ددې مسئلې سره زياته علاقمندي ښه يي، چي ناټو بايد د غړو هيوادونو د سرحداتو څخه د باندي خپل فعاليتو نه زيات کړي.

د کارل کيزر په خبره ددغه ټولو جرو بحثونو او مشاجرو سره سره دڼاتو تړون 5 ماد ه به پرخپل ځای پاته سي او طبعاً کله چي دناټو پر يوه غړی هيواد باندي بريدکيږي، نو نور به د هغه سره مرسته کوي. خو دا به دناټو يوازنۍ دنده نه وي.

دناټو دپاره د نوي ستراتيژي طرحي په موضوع کي اساسي ربړه داده، چي دوئ د خطرونو او ننګونو په هکله په يوه نظرنه دي.

امريکايان غواړي، چي ناټو د ترهګرۍ سره په مبارزه کي د غړو هيوادونو د سرحدونو څخه د باندي خپل فعاليتونه ډيرکړي، چي په افغانستان کي دناټو ماموريت ددغه فعاليتونويو مهم مثال بلل کيږي.

خو ډير شمير اوروپايي هيوادونه دغه راز ماموريتونو ته دشک او تر ديد په سترګه ګوري.

Knigge, Michael/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل