1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو ملکي استازی: افغانان زموږ مرستو ته اړتيا لري

۱۳۹۶ خرداد ۴, پنجشنبه

په بروکسل کي د ناټو په سرمشريزه کي د پنجشنبې په ورځ د نورو موضوعگانو ترڅنگ افغانستان ته د په زرونو اضافي ځواکونو د لېږلو په اړه بحث کیږي.

https://p.dw.com/p/2dY84
US Fallschirmjäger Afghanistan Paktika Abzug Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill

په افغانستان کي د ناټو ملکي استازی کورنليوس څيمرمن، چي تر ۲۰۱۵م کاله پوري په مزار شريف کي د جرمني جنرال قونسل وو، له جرمني خبري آژانس (دي پي اې) سره په مرکه کي وايي چي ناټو بايد د خپلو گټو له پاره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

څيمرمن په مزار شريف کي د آلمان جنرال قونسل وو.
انځور: picture alliance/dpa/Nato

پوښتنه: ښاغلی څيمرمن، د ناټو په غونډه کي پر دې باندي هم بحث کيږي چي افغانستان ته دي نور ځواکونه ولېږل سي، هغه هم له افغانستان څخه د ډېرو ځواکونو تر وتلو دوه نيم کاله وروسته. ولي دغه شان بدلون راځي؟

څيمرمن: خبره پر دې نه ده چي په ۲۰۱۴م کال کي ختم سوی جنگي ماموريت له سره پيل سي، بلکي تر ډېره دا خبره مطرح ده چي د ناټو د «قاطع ملاتړ» ماموريت له لاري د افغان امنيتي ځواک روزنه او مشورې نوري هم پياوړي سي. په دې سره موږ افغان حکومت نور هم پياوړی کوو، څو خپل هيواد باثباته کړي او د خپلو خلکو ساتنه وکړي. خو يوازي پوځي لاره کولای نه سي چي ستونزه حل کړي. په دې دليل نو بحث بايد پر دې باندي هم وي چي په حکومت کي اصلاحات راسي او د سولي په پروسه کي پرمختگ وسي. په افغانستان کي بايد ټول خلک، حتي طالبان هم بايد بې وسلې ژوند وکولای سي. البته طالبان بايد دې ته تيار وي چي د افغانستان اساسي قانون، په ځانگړې توگه بشري حقونه او د ښځو حقوق په رسميت وپيژني.

پوښتنه: تر ۱۵کاله زيات کيږي چي ناټو ځواکونه په افغانستان کي حضور لري؛ اوږد ماموريت، ډېر مصارف او په ځينو برخو کي نابريالی. نو ولي بايد ناټو په دغه هيواد کي پاته سي؟

څيمرمن: دا بايد له ياده ونه باسو چي په دغه ماموريت کي ډيري برياوي هم لرو چي هغه بايد اوس وساتو. خبره زموږ د شريک هيواد افغانستان پر باثباته کولو او دغه راز زموږ پر گټو ده. موږ بايد په دې ډاډه سو چي د افغانستان له خاوري څخه بيا هم داسي ستر بريدونه لکه د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ په شان ريښي پيدا نه کړي. د افغانستان باثباته کول د داسي ډولو لکه القاعده او داعش څخه دا امکان اخلي چي له دغي خاوري څخه د خپلو موخو له پاره سواستفاده وکړي. يو پياوړی افغانستان دغه راز د دې سبب کيږي چي ډېر لږ کسان بيا له دغه هيواده ووځي.

پوښتنه: تاسي له ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۵م کاله پوري په مزارشريف کي د جرمني جنرال قونسل واست. هغه قونسلگري چي تاسي جوړه کړې په ۲۰۱۶م کال کي طالبانو پرې يرغل وکړ.

څيمرمن: دغه بريد زه سخت وړلزولم. خو دغه بريد بايد د تسليمېدو دليل نه وي. افغانان چي زه پيژنم غالباً يو سخت ژوند تيروي، خو شکايت نه کوي. هغوی پر ستونزو سربيره سترو مسئوليتونو ته د دې له پاره اوږه ورکړې ده چي ځان او خپلو اولادونو ته یو ښه راتلونکې ولري. د دوی دې کار پر ما هر وخت سخته اغېزه کړې ده. تر هغه وخته پوري چي دغه شان انسانان وي، نړيواله ټولنه له هغوی سره د همکارۍ ډېر ښه دليل لري. هغوی زموږ ملاتړ ته اړتيا لري.

(dpa/NZ)