1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو تر سرمشریزي دمخه د مسکو پر ستراتیژۍ شخړه

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۱۳, پنجشنبه

د بریتانیې په وېلز کې به د ناټو د ۲۸ غړو هیوادونو د دولتونواو حکومتونو مشران پر دې باندې غور او فکر وکړي چې له روسیې سره څرنگه چلند وکړي. خو په دې اړه د نظر اختلاف موجود دی. افغانستان هم د ناټو د غونډې مهمه برخه جوړوي.

https://p.dw.com/p/1D6JQ
انځور: picture alliance/chromorange

د ناټو په سرمشریزه کې چې د بریتانیې د وېلز په نیوپورټ کې تر سره کیږي له روسیې سره اړیکي مهمه موضوع جوړوي. د روسیې له لوري د کریمیا د نیمه ټاپو الحاق او د اوکراین په ختیځ کې په خونړۍ نښتو کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ د مسکو او ناټو تړون تر منځ اړیکې سړې کړې دي. خو دا پوښتنه لا بې جوابه پاته ده، چې آیا د ناټو د تړون ۲۸ غړي هیوادونه دې ته چمتو دي چې له روسیې سره تړونونه لغوه کاندي. تر هر څه زیات به په دې هکله د بالتیک د حوزې هیوادونو او پولنډ په اړه فکر وشي. دغه هیوادونه د روسیې زور چلونې له کبله ځانونه په خطر کې احساسوي او په خپلو هیوادونو کې د ناټو د دایمي اډو غوښتنه کوي.

د اساسي موافقتنامې لغوه کول؟

د پولنډ د دفاع وزیر توماس زیمونیاک، د ناټو او روسیې شوری تر منځ اساسي موافقتنامه تر پوښتنې لاندې راوستې ده. هغه له «وېلټ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې له روسیې سره د ناټو اړیکې باید په اساسي ډول له سره تنظیم کړای شي. هغه ویلي دي چې د ناټو تړون باید د امنیتي پوښتنو په ځواب کې محدودیت و نه لري: «ناټو باید له خپلو غړو هیوادونو څخه دفاع وکړي او باید اسنادو ته کتنه و نه کړي.»

خو د ناټو ټول غړي هیوادونه نه غواړي چې دومره وړاندې قدم کیږدي، لکه د ختیځې اروپا هیوادونه. د بېلگې په توگه آلمان د دې په حق کې دی چې له روسیې سره تر شوو تړنونو له مخې چلند وشي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما او د بریتانیې لومړي وزیر ډیویډ کېمرون، د «ټایمز» په نوم د ورځپاڼې په مقاله کې لیکلي دي چې ناټو باید په ختیځه اروپا کې خپل دایمي حضور ډاډمن کاندي. د هغوی په وینا روسیې د کریمیا د نیمه ټاپو په غیر قانوني توگه له ځان سره د یو ځای کولو او د اوکراین خاورې ته د روسي عسکرو په لیږلو سره له مقرارتو سرغړونه کړې ده. اوباما او کېمرون وړاندې ویلي دي: «موږ باید د اوکراین له دې حق څخه دفاع وکړو چې په خپله خوښه د خپل ديموکراتيک راتلونکي په هکله يې لري.»

د ختیځې او منځنۍ اروپا له پاره گړندي ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د چهارشنبې په ورځ د استونیا په پلازمېنه تالین ته د سفر پر مهال د بالتېک حوزې هیوادونو ته د هر رنگه تیري په ځواب کې د خوندیتوب تضمين ورکړ. د دې له پاره چي ناټو د خپلې هوډمنتيا چمتوالی څرګند کړي، نو د دغه تړون د غړو هيوادونو دولتي او حکومتي مشران غواړي چي يو داسي ګړندۍ او ضربتي عسکري ډله جوړه کړي چي شمېر يې تقريبا ۴۰۰۰ کسه وي. زیاته شوې ده چې دغه قطعات به د روسیې له لوري د ختیځې او منځنۍ اروپا متحدینو ته د یوه گواښ په صورت کې چټک غبرگون ښيي.

په اوسني وخت کې د تاوتریخوالي د لړۍ د ختمیدو هیلې د رامنځ ته کیدو په حال کې دي. د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر ۳مه) د روسیې له ولسمشر ولادیمیر سره د یوه تلیفوني تماس وروسته په حیرانوونکي توگه د یوه اوربند د رامنځ ته کېدو احتمالي اعلان وکړ. پورو شینکو ویلي دي د جمعې په ورځ به د سپېنې روسیې په پلازمېنه مېنسک، کې له روسي پلوه بېلتون غوښتونکو سره د اوربند په هکله خبرې اترې وکړي.

د اوربند د رامنځ ته کیدو هیلې

مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو د چهار شنبې په شپه په ختیځ اوکراین کې په لویه کچه د اوکراین د دولتي ځواکونو د په شا کیدو خبره کړې ده. ولادیمیر پوتین په نړیواله کچه د پلان شوي اوربند د څارلو غوښتنه کړې او د کړکیچ د ختمولو له پاره یې یو اووه نقطه یي پلان وړاندې کړی دی. زیاته شوې ده چې د دې له پاره د بندیانو تبادله او کډوالو ته د یوې لارې برابرولو ته اړتیا ده.

د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل له پورو شینکو سره په یوه تلیفوني تماس کې و اوربند ته د هغه چمتووالی ستایلی دی.