1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو لارۍ د پاکستان له پولې تیرې شوې

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ د ناټو لومړنۍ اکمالاتي لارۍ د پاکستان له پولې افغانستان ته واوښتې. دا له اوو میاشتو راهیسي لومړنۍ لارۍ دي چې پاکستان ورته، افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکوي.

https://p.dw.com/p/15RUE
انځور: AP

د پاکستان ګمرکي چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې هغوی د ناټو یو شمیر اکمالاتي لاریو ته اجازه ورکړې ده چې تر پولې واوړي.

پاکستان تیره ورځ پریکړه وکړه چې د ناټو د قطارونو پر مخ خپله پوله پرانیزي. دغه هیواد تیر کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ خپله پوله وتړله.

د پاکستان ګمرکي چارواکو ویلي دي چې د ناټو دغه لارۍ د چمن له لارې افغانستان ته اوښتي دي. تر دې پخوا ناټو په افغانستان کې خپل اکمالات د دې هیواد د شمالي پولو له لارو کول چې د دې سازمان لګښتونه ئې ډیر لوړ کړي ول.

د پاکستان یوه گمرکي چارواکي عمران رضا، وویل: «موږ پرون هدایت تر لاسه کړ چې د ناټو اکمالاتي لاریو ته له پولې څخه د تیریدو اجازه ورکړو. خو هغه وخت امنیتي ځواکونو په دې هکله هدایات نه ول تر لاسه کړي.»

د ښاغلي رضا په خبره د پولې امنیتي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ لازم هدایتونه ترلاسه کړل او له همدې کبله ئې په همدې ورځ د ناټو اکمالاتي لاریو ته له پولې څخه د تیریدو اجازه ورکړه.

پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پریکړه ئې کړې ده چې د ناټو پر مخ خپله پوله پرانیزي. دا پریکړه هغه وخت وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن له خپلې پاکستانۍ سیالې سره د تیلفون پر کرښه خبرې وکړي او د تیر کال د نومبر میاشتې د پېښې له کبله ئې خپله خواشینې څرگنده کړه.

تر دې پخوا پاکستان ویلي وو چې تر هغه وخته پورې به د ناټو پر مخ خپله پوله خلاصه نه کړي چې امریکا د ۲۰۱۱ کال د نومبر د پېښې له کبله بخښنه و نه غواړي. د یو شمیر رسنیو په خبره هیلري کلنتن له خپلې پاکستاني سیالي څخه بخښنه نه ده غوښتې او یوازې ئې خپله خواشینې څرگنده کړې ده.

د ناټو له پاره د پاکستان د پولې پرانیستل په خاصه توگه اوس ځکه ډیر ارزښت لري، چې دغه سازمان غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري او تجهیزات راوباسي. که پاکستان د ناټو پر مخ خپله پولې تړلې ساتلې وای نو ناټو باید خپل تجهیزات د افغانستان له شمالي پولو راایستلې وای چې د دې سازمان له پاره به ئې لگښتونه ډیر لوړ کړي وای.

آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض