1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د کورني تاوتریخوالي له نارینه قربانیانو سره د مرستې هڅه

۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبه

د لومړي ځل له پاره د آلمان دوو ایالتونو داسې یو نوښت پر لاره اچولی چې له مخې یې د کورني تاوتریخوالي له نارینه و قربانیانو سره مرسته وشي. چارواکي وايي چې غواړي دې موضوع پورې تړلې ناسم برداشونه له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/3Khdc
Symbolbild Gewalt Frauen Schutz
انځور: picture-alliance/PIXSELL/Puklavec

د آلمان بایرن او نارد راین ویستفالن ایالتونو د سه شنبې په ورځ یو درې اړخیز پلان اعلان کړ چې له مخې یې له هغو نارینه و سره مرسته وشي چې له کورني تاوتریخوالي کړیږي.

د دغه نوښت لومړی بخش به د یوې تلیفوني کرښې او آنلاین مشورو خدمتونو رامنځ ته کول وي چې د کورني تاوتریخوالي نارینه قربانیان یې په مرسته له چارواکو او کارپوهانو سره په تماس کې شي.

 دویمه برخه به د قربانیانو له پاره د امن کورونو او مشورې ورکولو مرکزونو جوړول وي. او په دریمه او وروستۍ مرحله کې چارواکي غواړي چې د نارینه و پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي موضوع «څرګنده» کړي او د دې موضوع په اړه نه خبري کول له منځه یوسي.

له کلونو راهيسې د آلمان په ګډون ډیر هیوادونه هڅه کوي چې د ښځې او میړه تر منځ د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه تدابیر ونیسي. خو ډیر شمیر دغه نیول شوي تدابیر په دې هدف دي چې د نارینه و له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیول شي. دا په داسې حال کې ده چې نارینه هم له زورونې او تاوتریخوالي سره مخامخ وي. په ډیرو مواردو کې د کورني تاوتریخوالي نارینه قربانیان چارواکو ته له دې کبله شکایت نه کوي چې لومړی خو ویره لري چې ضعیفه به وبلل شي او بیا دا اندیښنه هم موجوده وي چې څوک به یې په خبره باور ونه کړي.

د بایرن د ټولنیزو چارو وزیرې کریستین شرییر او د نارد راین ویستفالن ایالت کې د هغې سیالې اینا شارینبخ، په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي: «نارینه هم د کورني تاوتریخوالي هدف ګرځي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «تر اوسه پورې [د نارینه قربانیانو له پاره] ډیره کمه مرسته او د ملاتړ جوړښتونه موجود وو. د دې امکان شته چې د ایالتونو تر منځ همکاري وشي، په ځانګړې توګه د تلیفوني کرښې او آنلاین مشورو د رامنځ ته کولو په برخو کې.»

د ټول آلمان له پاره یوه بیلګه

د سه شنبې په ورځ اعلان شوی نوښت، په آلمان کې د نارینه و قربانیانو د مرستې په موخه لومړي اقدامات دي. دواړو ایالتونو ویلي دي چې که د آلمان نور ایالتونه هم له دې نوښت سره یوځای کیدل غواړي نو دوی به یې هرکلی وکړي.

د بایرن د کار، کورنۍ او ټولنیزو چارو وزیرې کریستین شرییر، وویل چې دغه پلان د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې په موخه د یوې لویې طرحه برخه ده: «زما له پاره دا مهمه ده چې هر هغه څوک چې مرستې ته اړتیا لري، داسې یو څوک وموندي چې ورسره د خپلو ستونزو په اړه وغږیږي.»

د آلمان فدرال جنایي پولیس هر کال د کورني تاوتریخوالي شمیرې خپروي. د دې ادارې د ۲۰۱۸ کال د رپوټ په حواله په ۲۰۱۷ کال کې د کورني تاوتریخوالي ۱۷،۹ سلنه قربانیان نارینه وو. دا په دې معنی ده چې په دې کال کې د يو لک ۲۷ زرو ۲۳۶  تنو له ډلې څخه چې د بریدونو، جنسي تیري، وژنې د هڅې او آزادي د سلب په اړه یې شکایتونه کړي وي، ۲۳ زره ۸۷۲ تنه یې نارینه وو.

دا په داسې حال کې ده چې آلمان فدرال جنایي پوليس روښانوي چې ښايي دغه شمیر تر دې لوړ وي ځکه ډیر نارینه هم د ښځو په څیر د کورني تاوتریخوالي په اړه چارواکو ته خبر نه ورکوي.

(ms/bs (DW: Darko Janjevic