1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناروېجي جنرال سوريې ته د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې مشر سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۹, شنبه
https://p.dw.com/p/14mPR

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کيمون د ناروېجي جنرال رابرت مود، د سوريې د څارونکې ډلې د مشر په توگه ټاکلی دئ. څلور پنځوس کلن مود به په سوريې کي د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې د مشري تر څنگ د کوفي عنان د مشاوير دنده هم په غاړه ولري.

کوفي عنان سوريې ته د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی دئ. اوس مهال په سوريې کي د ملگرو ملتونو يوه ۱۵ کسيزه د څارونکو ډله موجوده ده چي د اپريل د څوارلسمې نیټې راهيسې د رامنځ ته سوي اوربند څارنه کوي.

په عينې حال کي په سوريه کي د جمعې د ورځي د لمانځه وروسته یو ځل بيا د تاوتريخوالي پېښې رامنځ ته سوي دي. د سوريې د حکومتي تلويزيون په وينا د دمشق په ښار کي د جمعې د لمانځه وروسته يو ځانمرگی بريد سوی دئ چي پکښې ۱۱ انسانان ووژل سوي دي او ۳۰ نور ټپیان دي.

په دمشق کې په درو نورو چاودونو کي هم لږ تر لږه يو کس وژل سوی دئ او يو شمېر نور ټپیان دي.