1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناتو سرتیري په وژنه تورن افغان وتښتید

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۴, دوشنبه

هغه افغان سرتیری چي د یوه سلواکیایي سرتیري د وژني په تور بندي وو د افغان حکومت د یوه مخالف په مرسته په کندهار ولایت کې له زندان څخه تښتېدلی دی.

https://p.dw.com/p/197nI
انځور: AP

له زندان څخه د دغه سرتیري تېښتي د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا په اړه نوي پوښتني رامنځ ته کړې دي. دغه سرتیری په داسې حال کې له زندانه په تېښته بریالی کیږي چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه له دې هیواد څخه د وتلو له پاره چمتوالی نیسي.

دغه سرتیری د تیرې سه شنبې په ورځ تر هغه وروسته ونیول شو چې پر بهرنيو سرتیرو باندي یې ډزې وکړې. دغه پېښه د کندهار ولایت په یوه پوځي مرکز کې رامنځ ته شوه چې په پایله کې یې یو تن سلواکیایي سرتیری ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.

افغان چارواکو ویلي دي چې دغه سرتیري د یکشنبې په ورځ په تېښته توانیدلی دی. د افغانستان په سویل کې د ملي اردو ځواکونو قوماندان جنرال عبدالحمید، هم دغه خبره تائید کړې ده: «یو تن افغان سرتیري چې تیره اوونۍ یې پر سلواکیایي سرتیرو باندې ډزې کړې وې، په تېښته بریالی شوی دی.»

جنرال عبدالحمید وویل چې یو بل افغان سرتیری چې د تورن بندي سرتیري د ساتلو مسئول وو د هغه په تېښته کې یې ورسره مرسته کړې ده او پخپله هم تښتیلی دی. هغه زیاته کړې ده چې دواړه سرتیري په دې پلمه چې تورن سرتیري ناروغه دی او باید روغتون ته ولیږدول شي له زندانه په تیښته توانیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه «په پشپړه توگه ډاډه» دي چې دواړه سرتیري به بیرته ونیول شي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو (ایساف) ویاند هاینس فیلدمن، وویل: «موږ پر خپلو افغان ملگرو پوره ډاډ لرو. هغوی به په دې اړه څیړنې وکړي او وبه توانیږي چې دغه سړی یو ځل بیا ونیسي.»

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي، هم د دغه تورن سرتیري تیښته ومنله او ویې ویل چې د هغه په اړه څیړنې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي دي چې تښتیدلي سرتیری د هغوی ملگری وو او د یوه بل سرتیري په مرسته په تیښته بريالی شوی دی. طالبانو ویلي دي چې تورن وگړی احسان الله نومید.

یوه سیمه ییز افغان چارواکي ويلي دي چې د څیړنو پر مهال د دغه سرتیري له تلیفون څخه د طالبانو په ملاتړ ثبت شوي ترانې او د ځانمرگو بریدونو ویدیوگانې موندل شوې دي. هغه زیاته کړې ده: «داسې ښکاري چې که دغه سرتري له طالبانو سره تړاو هم نه لاره، د هغوی تر اغیزې لاندې راغلی وو.»

په ۲۰۱۲ کال کې د ناټو شاوخوا ۶۰ سرتیري د افغان سرتیرو په بریدونو کې وژل شوي دي. دغه شان بریدونه ته «شین پر زرغون» بریدونه ویل کیږي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ د اعتماد فضا د خرابیدو لامل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب