1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د می لومړی ورځ: تر کنترول لاندی نا آرامی

۱۳۸۷ اردیبهشت ۱۳, جمعه

پرون د می لمړی ورځ وه او په دغه ورځ د آلمان په ډيرو ښارونو کی د سياسی ګوندونو، کارګری ټولنو اود نورو ډولوله خوا مظاهری او غونډۍ شوی.

https://p.dw.com/p/DsBh
د هامبورگ په ښار کې يو موټر سوځی
د هامبورگ په ښار کې يو موټر سوځیانځور: AP

د آلمان د کاريګرو د ټولنۍ په وينا څه نه څه 400 زرو وګړو په دغه غوڼډو او مظاهرکی ګډون کړی و.

خو د آلمان په ځينۍ ښارونو کی لکه هامبورګ، برلين او نورنبرګ کی د دغه مظاهرو او ميتنګونو په بهير کی نا آرامی او اله ګولی هم رامنځ ته شوی دی . دهامبروګ په ښارکی لا پرون هغه وخت اله ګولی او ناآرامی منځ ته راغلۍ چی د آلمان د قام پال ډيموکرات ګوند ګوند ان پی دی ښی لاسی او کين لاسی مظاهره کونکی سره مخامخ شوی .

څنګه چی د هامبورګ پوليس وايی، په لمړی سرکی څه نه څه 1000 کسه مظاهره کونکۍ غوښتل چی دښی لاسو نوی نازيانو دیوه مارش په ضد مظاهره وکړی د دی د پاره چی مخکی دمخه دښی لاسو او کيڼ لاسو ترمنځ داحتمالی نښتو مخه نیول شوۍ وی ، ډير شمير پوليسان د امنيت د ساتنې د پاره تيارسی شوی و.

که څه هم په لمړی سرکی دغه مظاهری په آرامی سره پيل شوی وه خو وروسته بيا پخپل سر کيڼ لاسو ډانګيانوپه وران کاريو لاس پوری کړی چی تر پرون شپی پوری لويو کاغذ دانيو ته داو په اچولو، د مغازو د ښيښو په ماتولو او زړو تايرونو ته د اور په اچولو امنيتی ځواکونو ته ډيرۍ سرخوږنی رامنځ ته کړی او حتی پوليس دی ته اړ شوی چی د څرخی الوتکو به واسطه سمدستی نور پوليس له برلين څخه راوغواړی . دامنيتی ځواکونو له خوا ډير شمیر مظاهره کونکی نيول شوی هم دی.

د پرلين په ښار کی 4700 پوليسان د امنيت او د ناآراميو د مخنوی د پاره موظف شوی و . د برلين په ښار کی د 1987 ميلادی کال راهیسی دمی دمياشتی په لمړی نيټه نا آرامی او اله ګولی منځ ته راځی خو ددريو کالو نه را پديخوا دغه ناآرامی او اله ګولی تر زياته حده پوری تر کنترول لاندی نا آرامی بلل کيدای شی.