1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مکسيکو په خليج کی د تيلو تباه کونکو ناورين! لامل يي څوک دی؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

اوباما: « مونږ به د British Petroleum د تيلو ستر شرکت دي ته اړ کړو چي د ټولو هغو خرابيو تاوان ورکړي چي د نوموړي شرکت له خوا د مکسيکو په خليج کي د تيلو د استخراجولو په وخت کي رامنځ ته شوي دي.»

https://p.dw.com/p/Nrzh
د امريکي ولس ته په خطاب کي ولسمشر بارک اوباما د مکسيکو په خليج کی د تيلو له امله د رامنځ ته شوي ناورين په هکله د جمهوري رياست له دفتر څخه وينا کوي
د امريکي ولس ته په خطاب کي ولسمشر بارک اوباما د مکسيکو په خليج کی د تيلو له امله د رامنځ ته شوي ناورين په هکله د جمهوري رياست له دفتر څخه وينا کويانځور: AP

دامريکي د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما پخپله هغی وينا کي چي د دغه هيواد د ولس په نامه يي د سپينۍ ماڼۍ د بيضوي دفتر څخه کړي، دا ژمنه کوي چي د مکسيکو په خليج کي د تيلو د فاجعي په ضد به په ټولو ممکنه وسايلو سره مبارزه وشي .

اوباما وویل: « مونږ به د British Petroleum په نامه د تيلو ستر شرکت دي ته اړ کړو چي د ټولو هغو خرابيو تاوان ورکړي چي د نوموړي شرکت له خوا د مکسيکو په خليج کي د تيلو داستخراجولو په وخت کي رامنځ ته شوي . اوباما وویل چی د BP شرکت په خپل کار کي سهل انګاري کړي .

د ولسمشر بارک اوباما دوينا څخه لږ څه مخکي هغه ارقام خپاره شوي چي د مکسيکو په خليج کي د تيلو د فاجعي له امله څومره اومه تيل په سمندري اوبو کي بهيدلي دي . داسي اټکل کيږي چي کيداي شي هر ورځ 8200 ټنو په اندازه تيل په سمندرکي بهيدلي وي .

اوباما وويل: «مونږ بايد له دغي فاجعي څخه دا پند واخلو چي زمونږ د انرژي په سياست کي بنيادي بدلون راشي او دا مونږ ومنو چي هغه وختونه تير شوي چي مونږ به په ارزانه بيه تيل تر لاسه کول. مونږ بايد هڅه وکړو چي د انرژي د نويو امکاناتو څخه کار واخلو.»

هغه یادونه وکړه چي د تيلو د فاجعي څخه د ټولو رامنځ ته شوي خرابيدو به علاج وشي خو دا کار به تر ډيري مودي پوري دوام پيدا کړي .

د مکسيکو په خليج کي په سمندر کي د تيلو د بهيدو له امله د سمندري ژويو ژوند له تباهي سره مخامخ دي
د مکسيکو په خليج کي په سمندر کي د تيلو د بهيدو له امله د سمندري ژويو ژوند له تباهي سره مخامخ ديانځور: AP

اوباما دولس په نامه د خپلۍ وينا په وخت کي په داسي حال کي چي ډير جدي ښکاريده، خو هڅه يي دا هم وه چي خپله خوشبيني هم وښه يي . که څه هم ولس ته د ده 18 دقيقه يي وينا د يوۍ جګړۍ له امله نه ؤ ، خو بياهم اوباما دمکسيکو په خليج کي د تيلو دفاجعي سره د مبارزي د پاره د داسي کلماتو او جملاتو څخه کار اخيستي چي د ده جديت او قاطعيت وښه يي او وویل: « زه غواړم د خپلی مباررزي پلان وښه يم. لمړي دا چي څنګه مونږ په دغه مبارزه کي بري ترلاسه کو او دوهم دا چي څنګه مونږ د مکسيکو دخليج په سيمه کي هغو خلکو سره مرسته کولاي شو، چي تاواني شوي او دريم دا چي حکومت څه ډول پلانونه لري چي په راتلونکي کي د دغه راز فاجعو مخنوي وشي. او باما دغه فاجعه يو ساري تباه کونکي ناروغي وګنله. هغه وویل : «دابه کلونه دوام پيدا کړي ، تر څو چي د دغۍ ستري فاجعي ناوړه اثرات ټول له منځه يوړل شي . خو دا به بي تفاوته وي ، دومره کار به وشي ترڅو چي د دغي فاجعي اثرات بيخي له منځه ولاړ شي .

د متحده ایالاتونو ولسمشر يو ځل بيا دا خبره په ډاګه کړه چي د چاپير يال د دغي فاجعي ټول تاوانونه او لګښت به د British Petroleum یا BPپه نامه برطانوي شرکت په غاړه اخلي هغه وویل چي دمکسيکو په خليج کي دغه دردونکي پيښه د عبرت یو درس دی چي بايد د انرژي د نوي سرچينو په لټه کي شو .

هغه وویل: «ترهغه وخته پوري چي مونږ د انرژي د نويو منابعو د موندلو دپاره په ابتکار نه وي لا س پوري کړي، د دغه راز ناوړو پيښوامکانات به وي.»

نیکوله مارکوالد / ضياءالحق فضلي

کتونکي: عبدالباري حکيم