1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ميران شاه په جگړه کي ۱۹ کسان وژل سوي دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۹, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چي د دغه هيواد د امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جکړو کي ۱۹ تنه سرتیري او ملکي کسان وژل شوي دي او د سلو په شاوخوا کي نور کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/14rlL
انځور: Reuters

د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ دغه جګړې په شمالي وزیرستان کې تر سره شوي دي.

تر دې پېښو وروسته په شمالي وزیرستان کي د یاغیانو پر وړاندي د جګړه کولو غوښتني لا پسي ډیري شوي دي. تر دې مخکي پاکستان تل په شمالي وزیرستان کي د متحده ایالاتو هغه غوښتنې چي وايي د پاکستان حکومت باید د یاغیانو پر وړاندي پوځي عملیات وکړي رد کړي دي.

د پاکستان په شمالي وزیرستان کي د یاغیانو او دولتي ځواکوونو تر منځ ډیر کم وخت جګړې کیږي. په دغه سیمه کې یاغیان او دولتي ځواکونه داسي يوه تفاهم ته سره رسیدلي دي چي یو پر بل باندي بریدونه تر سره نه کړي. خو په دغه سیمه کي هغه وخت جګړه پیل شوه چي یو شمیر کسان چي په درنو وسلو سمبال ول د میران شاه په سیمه کي پر یوه پوځي کاروان باندي برید وکړ.

يوه سمه ییز پاکستاني استخباراتي چارواکي ويلی دي چي په وروستیو جگړو کي د وژل شوو کسانو په ډله کي ۱۲ پاکستاني سرتیري هم شامل ول، چي د هغوی له ډلي څخه دوه تنه ئې د یاغیانو له خوا اسیران شوي ول او بیا ئې سرونه پرې پرې سوي ول. د چارواکو په خبره په نښتو کي شاوخوا ۲۰ سرتیري ټپیان شوي هم دي.

دې چارواکي ویلي دي: «اوه ملکیان چي پکښي دوه ماشومان او درې ښځي هم شاملي وې په دې پېښو کي وژل شوي دي. په دې دوه ورځنيو نښتو کي ۷۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي.»

د دوشنبې په ورځ په سیمه کي جنګي څرخۍ الوتکو پر هغه درې پوړیزه ودانۍ باندې برید وکړی دئ، چي وسلې پکښي پلورل کېدې.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستاني چارواکو ویلی دي چي په دې نښتو کي همداراز ۱۷ یاغیان هم وژل شوي دي خو د فرانسې د خبري آژانس یوه خبریال یوازي د دولس تنو یاغیان مړي لیدلي دي.

د چارواکو په خبره د څرخۍ الوتکو تر دې برید وروسته په سیمه کي اوس حالت سم دئ. ويل کيږي چي په سيمه کي هغه مهال کراري رامنځ ته شوه چي قومي مشرانو د دولت او یاغیانو تر منځ منځګړیتوب وکړ.

د فرانسې د خبري آژانس چارواکو ویلي دي چي د سه شنبې په ورځ په میران شاه کي وضعه بیرته عادي حالت ته راګرځیدلې ده او پلورنځايونه بیرته پرانيستل شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل