1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د مومند درې د لاريون عامل نيول شوی دی»

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د لاريون لامل په اچين ولسوالۍ کي د سيمه ايزو پوليسو قوماندان بلال پاچا ښوول شوی دی. پر دغه لاریون په بريد کي تر ۶۸ زيات انسانان ووژل شول او ۱۶۵ ټپيان شول.

https://p.dw.com/p/34kgr
Afghanistan - Selbstmordattentat in Nangarhar
انځور: picture-alliance/AA/Z. Ghazi

د مظاهره کوونکو په خبره دوی ځکه د دې قوماندان پرضد لاريون ته مجبوره شوي ول چې ياد قوماندان (بلال پاچا) له ډيره وخته د ځمکو پر غصب سربيره وژنو، سړي تښتونو، غلا او جنسي تيريو کي لاس لري. د سه شنبې په ورځ پر دغه لايون باندي د تورخم جلال آباد پر لويه لاره ځانمرگی بريد وشو او په لسونو انسانان پکښې ووژل سول.

بلال پاچا څوک دئ؟

بلال پاچا د جلال پاچا مشر زوی دی، چې څه کم څلور کاله وړاندي په اچین ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو قومندان ټاکل شوی دی.

د ننګرهار ولايت د ملي امنیت ادارې د یوې سرچینې د مالوماتو له مخې، د بلال پاچا پلار جلال پاچا يو وخت د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ مرستیال هم وو، چې څه کم څلور کاله وړاندې حکومت ته تسلیم او په اچین ولسوالۍ کې میشت شوی دی.

لښکر اسلام وسله واله ډله تر ډېره له ډیورنډ کرښې هاغاړي اورکزیو، باړه چینار او شاوخوا سیمو کې فعاله ده.

سرچینې دا هم زیاته کړې ده چې بلال پاچا په اچین ولسوالۍ کې د شاوخوا سلو سیمه ایزو پولیسو قومنداني پرغاړه لرله.

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړي عبيدالله شينواري دويچه ويلي ته وويل: «بلال پاچا په اچین ولسوالۍ کې د ځمکو پر غصب سربيره په انسان وژنو، سړي تښتونو، غلاو، جنسي تیريو او نورو جرمونو کې هم ښکيل وو».

هغه زياته کړه چې شینوارو پر بلال پاچا تر دوو سو ډير رسمي شکایتونه کړي ول «خو دا چې هغه د حکومت قوي ملاتړ درلود، نه یې نیوی».

د حکومت غبرگون

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته وویل، چي بلال پاچا له خپلو دوو وروڼو سره د چهارشنبې په ورځ د ننگرهار ولايت پوليسو نيولی دی.

هغه ويلي دي چې د ننگرهار پوليسو د تيري ورځي د لاریون په غبرگون کې دغه سيمه ايز قوماندان نيولی دی. پر دغه لاريون باندي په ځانمرگي بريد کې ۶۸ کسان ووژل شول او ۱۶۵ نور ټپيان شوي دي.

خو خپله بلال پاچا (د سيمه ايزو پوليسو قوماندان) تر نیول کېدو وړاندې ځینو خبریالانو ته ویلي ول، چې پر هغه باندي لګېدلي تورونه بې بنسټه دي.

هغه ویلي ول چې که هر چا پرې د لګول شوي تور ثبوت وړاندې کړ، خپله به عدلي او قضايي ارګانونو ته حاضر شي.