1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مولانا جلاالدين بلخي علمي ياد غونډه

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۲ فروردین ۲۲, پنجشنبه

په کندهار کي په لومړي ځل د مولانا جلاالدين محمد بلخي په ياد علمي غونډه جوړه سوه. دغه غونډه د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د دري څانګي له خوا رابلل سوې وه.

https://p.dw.com/p/18E07
The photo shows a gathering held in Kanhar Province to honor Mulana Jalaluddin Balkhi. The gathering was attended by Kandahar Province academic personalities. The photo has been taken by our colleague Mohammad Ibrahim Specalai on 10. April 2013; Copyright: DW
Kandahar Province Versammlung Plakat Ausschnitt des Originalfotos +++ACHTUNG SCHLECHTE QUALITÄT+++انځور: DW

په غونډه کي د کندهار پوهنتون د بيلا بيلو پوهنځيو استادانو او محصلينو د مولانا د ژوند، اثارو، شاعرۍ، سفرونو، عرفان، فکر، تصوف، اروا پوهني، سياست، ملي هويت او پر نورو اړوخونو باندې مقالې ولوستلې.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجنير عبدالتواب بالاکرزي مولانا د ټول انسانيت شاعر ياد کړ. د هغه په خبره مولانا د شعر په ژبه د نړۍ انسانان د يو خداى عبادت، يووالي، سولي، زغم او کلک هوډ ته هڅولي دي:

«د مولانا اثار که په غور ولوستل سي، هلته له ورايه د ټولو انسانانو له پاره د خداى پرستۍ، ورورۍ، سوکالۍ او ميني درس پروت دى. مولانا خپل لوستونکي له بېځايه جګړې راګرځولي او د سولي ارامه لار يې ورته ښوولې ده.»

د ژورناليزم پوهنځي رئيس څېړندوى شېر شاه رشاد مولانا جلا ل الدين محمد بلخي د خپل وخت يو مجذوب شاعر ياد کړ. د شيرشاه په خبره د مولانا هر کلام د خپل موسقيت له مخي خپل لوستونکي اوريدونکي نه يوازي را جلبول، بلکي تر اوسه يې هم لوستونکي او اوريدونکي د شعر په موسقيت کي خپل تصوير ويني او ورته جذب دي.

دا لومړی وار دئ چي په کندهار کي د مولانا په ياد علمي غونډه جوړيږي.
دا لومړی وار دئ چي په کندهار کي د مولانا په ياد علمي غونډه جوړيږي.انځور: DW

د هغه په قول د مولانا له شعرونو څخه د پښتو کلاسيک او معاصرو ليکوالو او شاعرانو ژباړي کړي او د ده د فکر څرکونه د شاعرانو په شعرونو او نثرونو کې له ورايه څرګنديږي:

«د مولانا په شعرونو کې يو داسې موسقيت او آهنګ موجود دى، چي ډېرو کمو شاعرانو په خپلو کلامونو کي دا ډول موسقيت ځاى کړى دى. همدا د ده د لوړ استعداد، ځانګړی موسقيت او عالي پيغام دى، چي فکر يې د نړۍ ډېرو ژبو ته لار کړي او هلته يې هم لوستونکي پيدا کړي دي.»

ليکوال عبدالله ځواک د مولانا جلال الدين محمد بلخي د سياسي نړۍ ليد په اړه اوږده مقاله ولوستل او زياته يې کړه، چې مولانا نه يوازي ټولنپوه، اروا پوه، استاد او شاعر وو، بلکي د خپل وخت له مهمو سياستپوهانو څخه هم شمېرل کيږي. د هغه په خبره، د مولانا په شاعرۍ کي د نورو اړخونو ترڅنګ د سياست او سياستپوهني اړخونه هم خورا زيات او روښان دي:

«مولانا داسې وخت وزېږېد، چي په شاوخوا کي د خوارزم شاهانو زور او ځواک پرتخت منګولي ښخي کړي وې، مولانا د چنګيز د تاړاکونو پرمهال ځوان وو او د سلجوقيانو پر وخت په ترکيه کي وفات سوى دى.»

د مولانا اصلي نوم محمد په جلال الدين او بلخي سره هم شهرت لري. هغ په ۶۰۴ هجري سپوږميز کال په بلخ کي زېږېدلى دى. نوموړى د فارسي ژبي يو پيژندل سوى شاعر دى، چي اوس نړيوال شهرت لري.

د مولانا نژدې ټول اثار د نړۍ په ډېرو ژبو ترجمه سوي دي. د غه ستر عالم په سوو شاګردان روزلي دي. هغه اوس نه يوازي د فارسي، بلکي د نړيوالو ادبياتو په سرلارو شاعرانو کي شميرل کيږي.

د دغه فلسفي انسان تر ټولو مشهور اثار مثنوي معنوي نوميږي، چي ٢٥٦٣٢ بيته لري. محمد بلخي په مولانا روم هم پيژندل کيږي، چي د ورپيښي ناروغۍ له امله په کال ٦٧٢هجري سپوږميز کي د لومړۍ خور پر پنځمه له دې نړۍ څخه سترګي پټي او په قونيه کي خاورو ته وسپارل سو.