1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجر ماشومانو د ښوونځي شخړه ادامه لري

۱۳۹۴ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د برېمن ايالت حزب اختلاف پر ایالتي حکومت سخت تنقيد وکړ. دا د هغه وروسته چي و يوې خصوصي ښوونځي ته د ادغام د کورس جوړولو اجازه نه ورکړه سوه.

https://p.dw.com/p/1I9SY
انځور: picture-alliance/dpa/B. Wüstneck

د آلمان په برېمن ايالت کي د سوسيال ډيموکراټ او زرغون ګوند ائتلافي حکومت دی. د دغه ايالتي حکومت د ښوونې او روزنې د وزيري کلاوډيا بوګدان يوې پرېکړي سختي نيوکي راپارولي دي. تېره اونۍ د «وېزر کوريير» په نوم ورځپاڼي راپور ورکړ، چي يادي وزيري د يوې خصوصي ښوونځي هغه غوښتنليک رد کړی ؤ چي غوښتل يې د مهاجرو د ماشومانو له پاره د ادغام ټولګی جوړ کړي.

د سانکت يوهانس په نوم دغه کاتوليکي ښوونځي د يادي غوښتنې د ردېدو په تړاو بوګدان ويلي چي هغه په خصوصي ښوونځيو کي د پناه غوښتونکو د ماشومانو د داخلې ملاتړ کوي. خو دغې وزيري ويلي چي د خپل ګوند د پارلماني ډلې په ټينګار دغې پرېکړي ته اړه سوه.

اوس په برېمن کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند د پارلماني ډلې وياند توماس فون بروخ پر ايالتي حکومت سختي نيوکي کړي دي. نوموړي پر ايالتي حکومت د «بې غورۍ» تور لګولی دی. دغه وياند ويلي دي چي د ښونځيو په نظام کي د بېلابېلوالي عنصر يو مهم ستون دی.

اوس د برېمن حکومتي ډلې له ايالتي وزيري بوګدان څخه غوښتي دي چي د ټولو هغو ښوونځيو د استازو سره دي خبري وکړي چي غواړي د پناه غوښتونکو د ماشومانو له پاره د ژبي او ادغام ټولګي او کوروسونه جوړ کړي. د حکومت وياند مصطفی ګيونګور ويلي: «که د رسنيو له پاره د پيغام څخه داسي تأثر پيدا سوی وي چي ګواکي حکومتي ډله و خصوصي ښوونځيو ته د ادغام کورسونو د جوړولو مخالفت کوي»، نو دا سمه نه ده.

د حزب اختلاف څخه توماس بروخ ويلي چي اوس في الحاله ۶۰۰ د مهاجرو ماشومان بېله کوم مصروفيت څخه وخت تېروي، ولي چي په ښوونځيو کي د هغوی د ځايولو له پاره اړين ځايونه نسته. د نوموړي په وينا له همدې کبله بايد په خصوصي ښوونځيو کي د هغوی له پاره د کورسونو برابرولو له پاره هم هلي ځلي وسي.