1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په کړکیچ کې د ناټو نقش شخړه ایز دی

۱۳۹۴ بهمن ۲۱, چهارشنبه

آیا ناټو باید د انساني قاچاق وړونکو د بانډونو پر ضد مبارزه کې برخه واخلي؟ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شتاین مایر دې ته د صدراعظمې برخلاف د شک په سترگه گوري. دغې موضوع د ناټو د دفاع وزیران هم بوخت کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HsUD
انځور: Fotolia/Zerbor

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د مهاجرو کړکیچ د کابو کولو په چوکاټ کې د ناټو د یوه احتمالي ماموریت په هکله انتقادي نظر څرگند کړی دی. هغه د آلمان د ۳۰ رسنیو شبکې ته ویلي دي: «ناټو د مهاجرو د کنترول په برخه کې کوم نقش نه شي لوبولای.» هغه زیاته کړې ده چې د دې پر ځای دا ممکنه ده چې ناټو د پلټني په برخه کې ونډه واخلي.

د شتاین مایر په خبره «د موقعیتونو انځورونه چې د انساني قاچاق وړونکو جرایمو پر ضد اغیزمنه مبارزه ممکنوي، د تصور وړ ده.» د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د مونشن له امنیتي کنفرانس څخه د سوریې د سولې د پروسې په هکله د یوه پریکړنده تحرک د رامنځ ته کیدو هیله مندي ښوولې ده.

فرانک والتر شتاین مایر ویلي دي چې روسیه هم په دې پوهيږي چې «د بمباریو له لارې په سوریه کې یوه حل لاره نه شي موندل کیدای.» هغه زیاته کړې ده دا چې مسکو هم دا خبره درک کړې ده چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه د مسکو په گټه هم ده، نو په وینا یې «موږ باید په مونشن کې د سوریې په هکله خبرو اترو کې هڅه وکړو چې د دغې گډي گټې پر ضد هم گډ اقدامات پیل شي.»

«ناټو لومړی انتخاب نه دی»

د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ کې د سوسیال دیموکرات گوند د ډلي مرستیال مشر رولف موتڅینش، د مهاجرو کړکېچ په مقابله کې د ناټو د شاملیدو په هکله د صدراعظمي انگلا مېرکل د وړاندیز په هکله حیرانیتا ښوولې ده. هغه د «برلینر څایټونگ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې دی له دغه وړاندیز څخه په انقره کې د صدراعظمې انگلا میرکل او د ترکیې د صدراعظم داود احمد اوغلو په گډ کنفرانس کې د څرگندونو پر مهال خبر شو.

د هغه په خبره دا لومړی «انتخاب نه دی چې له ناټو څخه غوښتنه وشي» چې د ساحلونو د خوندیتوب په ښه کولو او په سمندرونو کې د انساني قاچاق وړونکو پر ضد مبارزه کې برخه واخلي.

د آلمان او ترکیې دا وړاندیز چې د مهاجرو کړکیچ په ترڅ کې دې ناټو د ترکي ساحلونو په څارنه کې برخه واخلي، نن د چهارشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې موضوع جوړوي.