1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په برخه کي د سربستان پر حکومت نيوکي

۱۳۹۵ دی ۲۷, دوشنبه

د مهاجرو په یو لوې کمپ کې د خرابو شرایطو له امله د سربستان پر حکومت نيوکي شوي. مهاجر د بلګراد په ډېره يخه هوا کې شپې او ورځې تیروي.

https://p.dw.com/p/2Vr4J
Serbien Flüchtlinge in der Nähe von Belgrad - Warteschlange für Essen
انځور: Reuters/M. Djurica

د سربستان یوې ډیري مشهورې مجلې (وریمه) د یکشنبې په ورځ له مهاجرو سره د حکومت پر چلند د نیوکې په ترڅ کې لیکلي دي: «د دې له پاره هیڅ توجه وجود نه لري چې خلکو په خپله ځانونه له لوږي او یخنۍ سره مخامخ کړي دي او پر ګندګيو ویده کیږي او په  ساري ناروغیو اخته کیږي.»

په بلګراد کې د بسونو د تم ځای تر شا په اټکلیزه توګه تر۱۰۰۰زيات مهاجر چې اکثره یې افغانان او پاکستانيان دې، ژوند کوي. په انځورنو کې لیدل کیږي چې دوی څرنګه ځانونه پریمنځي او ډوډۍ خوري.

په همدا تیرو څو ورځو کې د بخښني نړیوال سازمان او د بې سرحده ډاکترانو سازمانونو په دغه ساړه ژمې کې چې د حرارت درجه منفي او واورې هم اوریږي، په نامناسبو شرایطو کې د مهاجرو د ساتلو له امله د سربستان پر حکومت نیوکه کړې وه.

«وریمه» مجلې لیکلي دي: «حکومت او د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ، د مقاومت لمنځه وړلو د تکتیک د ملاتړ پریکړه کړې ده.»

مجله زیاتوي: «دوی پلان لري چې دلته پاتېدل، مهاجرو ته تر هغه اندازې ستونزمن کړي، څو له دې هیواد څخه ورک شي.» مجله لیکي چې له همدې امله بې له یوې استثنا څخه، خصوصي مرستندویه سازمانونه مهاجرو ته له خواړو رسولو څخه منع کړای شوي دي.

حکومت هغه ادعاوي رد کړي دي چې د فرانسې په کالې سیمه کې د ځنګل کمپ ته ورته د مهاجرو یو نوې کمپ په بلګراد کې هم موجود دی.

د صربستان د کار د چارو وزیر الکساندر فولین د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ میاشتې ۱۵) د دغه هیواد په یوه دولتي تلویزوني خپرونه کې وویل: «د مهاجرو د استوګني په مرکز کې په کافي اندازه ځای موجود دی.»

خو د هغه په وینا مهاجر دغه مرکز ته له ورتګ څخه ډډه کوي. برعکس مرستندویه سازمانونو بیا ویلي دي چې دغه مرکز ډک او د نورو مهاجرو ګنجایش نه لري.

نور مطالب: