1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په اړه بحث کي بايد د احساساتو ځای حقایق ونیسي

۱۳۹۶ مهر ۶, پنجشنبه

جرمني تر اوسه د مهاجرت ۱۱رپوټونه وړاندي کړي دي، چي وروستئ یې د مهاجرو د سخت هجوم تر فشار لاندي وو. اوس د مالتیزر الماني سازمان هم یو رپوټ وړاندي کړئ دی چي پکښې راغلي مهاجر کوښښ کوي په جرمني کي کارونه پیداکړي.

https://p.dw.com/p/2ksMj
Symbolbild Migranten Menschenrechte Gesellschaft
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

که څه هم په تیرو کلونو کي په جرمني کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو د وضعیت په باب مختلف تحقیقات سوي دي، مگر د مالتیزر  غیر حکومتي الماني سازمان رئیس کارل پرینڅ لوونشټاین د خپل سازمان ۱۱۲مخيز دغه رپوټ بې مثاله بللئ او ټینگار یې کړی دی، چي د رپوټ معلومات د بې طرفو کارپوهانو د کلونو تجارب او تحقیقاتو یوه نتیجه ده چي د مهاجرت په هکله یې ترسره کړي دي. د هغه په خبره د مالتیزر سازمان معلومات زیادتره د حقایقو پر بنأ دي نه پر احساساتو.

«جرمني د مهاجرو هیواد ؤ او دئ»

د رپوټ د علمي برخي جوړولو مسؤلیت د فرایبورگ د والټر اویکن انستیتوت پر غاړه وو. د هغه آمر لارس پیتر فېلد خپله مقدمه په دې جمله باندي پیل کړې ده، چي «جرمني تل د مهاجرو هیواد ؤ او دئ». په دې خاطر سړی مجبوره نه دی چي دغه موضوع ډیره تاریخي وڅيړي، بلکي تر دوهم عمومي جنگ راوروسته د مهاجرو او پناه غوښتونکو د راتگ مرحلې مشاهده کړي. دغه هیواد ته له هغه راهیسي په مختلفو مرحلو کي مهاجر راغلي دي او که په دې برخه کي پخوانیو تجربو ته سړی نظر واچوي، نو تل د هغوی د ادغام په موضوع کي د کار بازار مهم رول لرلی دی. دغه اصل اوس هم صدق کوي.

مسلکي پوه ډیره لږ ده

لارس پیتر فېلد د مالتیزر سازمان د رپوټ په خپله برخه کي همدارنگه لیکلي دي، چي له غیر اروپايي هیوادونو څخه پناه غوښتونکي هيڅکله په اسانۍ سره د جرمني دکار په بازار کي نه دي مدغم سوي. د نوموړي په خبره د ادغام په لار کي الماني ژبه، لږ تعلیم او د هغوی د تحصیلي اسنادو د په رسمیت پیژندلو مشکلات همیشه خنډونه رامنځته کړي دي. پیتر فېلد زیاتوي، چي که د پناه غوښتونکو دوسیې هرڅه ژر وڅیړل سي، دغه هیواد کولای سي هغوی ډیر ژر د کار په بازار کي ادغام کړي.

جرایم د مهاجرو په اصلي هیوادونو پوري تړلي دي

پیتر فېلد د ډیري حساسي موضوع، جرایمو په اړه د هغه جزیاتو او ارقامو ته اشاره کوي او وايي چي، که څه هم په وروستیو کلونو کي د مهاجرو له خوا په جرمونو کي یو څه ډېرښت راغلی دی، خو په مجموع کي په المان کي نسبت ۲۰ کلونو مخته جرایم لږ سوي دي. که څه هم د خارجیانو په جرمونو کي د ۱۹۹۳م کال په نسبت په ۲۰۱۶م کال کي ۴۰ سلنه ډيرښت راغلئ دی، خو په دغو ارقامو کي د پناهندگۍ او خارجیانو له قوانینو څخه سرغړوني هم شاملي دي چي اصلأ په جرمنيیانو باندي هیڅ نه مربوطیږي او نه یې هم سرته رسولای سي.

له بلي خوا جرایم تر ډیره حده پوري د دوی په اصلي هیوادو باندي هم مربوطیږي. د مثال په ډول د شمالي افریقا مهاجرو ۱۱سلنه جرمونه کړي دي، په داسي حال کي چی هغوی د مهاجرو یوازي دوه سلنه دي. خو بیا د سوریې، عراق یا له افغانستان څخه راغلي مهاجر د هغوی د تعداد په نسبت ډیر لږ جرمونه کړي دي.

زموږ له ارشيف څخه: