1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو پر چټک اخراج د «پروازول» نيوکه

۱۳۹۵ بهمن ۲۴, یکشنبه

مهاجرو څخه د ملاتړ آلمانۍ سازمان « پرو ازول» د مهاجرو د چټک اخراج پر طرحې نیوکه کړې ده. په عين وخت کې د شنبې په ورځ آلمان کې يو ځل بیا افغان مهاجرو د اخراج مسئلې سره په اعتراض مظاهرې ترسره کړې.

https://p.dw.com/p/2XPdR
Deutschland Günter Burkhardt Pro Asyl
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د آلمان د مهاجرو څخه د ملاتړ ادارې «پروازول» د اجرائيې مدير ګونتربورکهارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې آلمان په دې طرحې سره دغه «مهاجر منونکي» هيواد پر «مهاجر اخراجونکي» هيواد باندې بدلوي.

هغه د آلمان د مرکزي او ايالتي پارلمانونو له استازو څخه وغوښتل تر څو د « اخراج ماشين پر وړاندې چې د انسانانو راتلونکې ناديده نيسي» لاس په کار شي. 

 بورکهارت زياته کړې ده: « د افغانستان په څير جنګ ځپلې هيوادونو او سيمو ته د مهاجرو بيرته ليږل او داوطلبانه ستنيدو ته د هغو مجبورول، د منلو وړ ندی».

د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل او د ايالتي حکومتونو مشران د پنجشنبې په ورځ هوکړې ته ورسيدل چې د رد شويو مهاجرو د ډيپورتولو لړي به ګړندی کوي.  

 د آلمان د صدارت دفتر رئيس پيتر التماير د صدراعظمې انګلا مرکل او د ايالتونو د وزيرانو د دغې ځانګړې ناستې له پايلو څخه ملاتړ ښودلی دی. هغه ويلي دي چې د مرکزي او ايالتي حکومتونو تر منځ دا ډول عمومي هوکړه هيڅ کله نه وه شوې. د نوموړي په وينا زيات شمير مهاجر چې آلمان ته راغلي و به نه منل شي.

په عين حال کې د شنبې په ورځ د آلمان په مختلفو لویو ښارونو کې د افغان مهاجرو د اخراج د طرحې سره په غبرګون کې مظاهرې وکړې. 

په ويسبادن ښار کې د مظاهره چيانو له ډلې څخه عبدالوهاب سرور دویچه ویله ته وویل چې دوي سره په مظاهرو کې د افغان مهاجرو تر څنګ ځايي خلک هم ګډون لري. هغه وايي چې دوه ځلې يې مخکې هم په ورته مظاهرو کې ګدون کړي دی او پايلو ته يې خوشبینه دی. 

سرور وویل: « ما خپله له راډیو څخه واوريدل چې د آلمان په ځينو ايالتونو لکه برلين او نارت راین ویستفالن کې د مهاجرو د اخراجولو لړۍ بنده کړل شوي او دا د همدغو مظاهرو اغيز دی».

سرور زياته کړه، چې افغانستان د ژوند کولو لپاره يو امن هيواد ندی او آلمان نبايد هغه افغان مهاجر چې په ډیرو سختيو يې دلته ځانونه رسولي رد کړي. هغه زياته کړه چې د مظاهره کونکو تر ټولو عمده غوښتنه د ډيپورت نه کول دي.

په آلمان کې د شنبې ورځې مظاهرې د « افغانانو د فرهنګي او اړيکو مرکز»، «ښځې په تبعید کې» او د «برلين-براندنبورګ مهاجرو شورا» د دفترونو لخوا په لاره اچول شوې دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.01.2017):