1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو محدود راتگ ځينو ښارونو ته د نفس کښلو موقع ورکړې ده

۱۳۹۷ فروردین ۱۵, چهارشنبه

له شپږو میاشتو راهیسي د مهاجرو د محدودیت نافذ مقررات د نیدرزاکسن ایالت په زالڅ گیتر کي د هغوی د ادغام په برخه کي د ساه کښلو موقع برابره کړې ده.

https://p.dw.com/p/2vS7M
Portraits Flüchtlinge Berlin
انځور: InfoMigrants

ددغه ښار یوې ویاندي وویل، چي د اکتوبر څخه تر جنورۍ میاشتي پوري اعدادو ته په کتو سره د میاشتي په متوسط ډول ۲۲ مهاجر راغلي دي. تر هغه نیم کال دمخه د میاشتي په متوسط ډول ۱۰۰ او په ۲۰۱۶م کال کي د میاشتي ۱۹۰ تنه راغلي وه.

د زالڅ گیتر ښاروال فرانک کلینگه بیل، د آلمان خبري آژانس- dpa ته وویل، چي «د مهاجرو کمول یو عاجل ضرورت وگرزید او لومړني محدودیت هم وښوول، چي هغه اغیزه کړې ده.»

د ۲۰۱۷م کال په مني کي د نیدرزاکسن ایالت، د مهاجرو لوړ شمیر ته په کتو سره په دغه ښار کې قبول سوو پناه غوښتونکو ته یو کومکي پروگرام تصویب کړ، چي هغوی ته یې پر نوو مځکو باندي د کورو جوړیدلو زمینه برابره کړه. د تیر کال د نوامبر مياشتي له نیمايی څخه ددغه ایالت د دوو نورو ښارونو له پاره هم د مهاجرو د محدودیت مقرره د اعتبار وړ وگرځېده. په دغو ښارونوکي هم اوس د مهاجرو تعداد راکم سوی دی.

د نیدرزاکسن ایالت ددغو ښارونو په سرمشق نورو ایالتونو هم د مهاجرو د ورتگ د محدودیت مقررات تطبیق کړي دي. د زاکسن ایالت د فرایبورگ ښار د مثال په ډول نه غواړي د څلورو کلونو له پاره یو مهاجر لا هم ومني.

د راین لنډ فالڅ ایالت د پریماسن ښار غواړي د ایالتي حکومت  په تفاهم حتی قبول سوي پناه غوښتونکي چي کار ونه لري او یا د تحصیلي او مسلکي زده کړو ځای ونه لري، هم بند کړي.