1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د کورنيو د الحاق په اړه تبصره: آیا عدالت همدا دی؟

۱۳۹۷ فروردین ۲۷, دوشنبه

د اروپا عالي محکمې د یو حکم له صادرولو، د ټیټ عمر مهاجرو حقونه پیاوړي کړل. خو د «فرانکفورتر الګماينه څايتونګ» څخه ليکواله الکساندر هانيکه په خپلې تبصرې کې وايي چې د مهاجرت په سياست کې د عدالت راوستل له امکانه لرې دي.

https://p.dw.com/p/2w7qU
Deutschland Flüchtlinge Thema Familiennachzug | 2013 Grenzdurchgangslager Friedland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د اروپا د عالي محکمې قاضيانو خپل تصميمونه د عادلانه معيارونو پر اساس ونيول. قضيه د يوې اريتريايي ميرمنې ده چې په ۱۷ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ پرته هالند ته راغلې وه. هغې هلته د پناه غوښتنې درخواست ورکړی وو خو کله چې ومنل شوه ۱۸ کلنه شوې وه. په همدې دليل هالندي ادارو هغې ته اجازه ور نه کړه چې خپل مور او پلار، خويندې او ورونه دې هیواد ته وغواړي. هغه په دې دليل چې يوازې هغه مهاجر د کورني د الحاق له حق څخه برخمن کيدای شي چې عمر يې له ۱۸ کلونو څخه ټیټ وي. دغه ښځه د پناه غوښتنلیک د منل کيدو پر وخت ۱۸ کلنۍ ته له رسيدو سره نوره د ښکته عمر نه وه.  

آیا امکان لري چې د الحاق حق د ادارې د کار چټکتیا پورې تړلی وي؟

خو دغې اريتريايي ميرمن ونه غوښتل چې دا ډول يو تصميم ومني. له دې سره هغه د دنهاک محکمې ته عارضه شوه چې نوموړې محکمې يې غوښتنليک د اروپا عالي محکمې ته وړاندې کړ. دغې محکمې حکم وکړ چې دا ډول يو تصميم نه يوازې د حقوقي مصونيت، بلکه د مساواتو او يووالي قواعدو له معيارونو سره هم په ټکر کې ده. ځکه که چيرې د مهاجرت ادارې چارواکو له خوا دا ډول تصميمونه د منلو وړ وګرځي نو د کورنيو د الحاق مسئله د ادارو د کاري بهير چټکتيا پورې تړاو پيدا کوي.

د محکمې دغه استدلال عاقلانه او پر ځاي دی. په آلمان کې هم باید اوس قوانين له نويو شرايطو سره همغږي کړل شي. په آلمان کې تر اوسه هغه مهاجر کولای شي خپل مور او پلار، خويندې او ورونه آلمان ته راولي چې د بلوغيت عمر (۱۸ کلنۍ) ته نه وي رسيدلي.

ورته مضمونونه:

د محکمې حکم: نابالغه مهاجر حق لري خپلې کورنۍ راوغواړي

د آلمان پارلمان د کورنیو د الحاق بندیز د جولای تر پای پورې تمدید کړ

خو د اروپا عالي محکمې له خپل دغه حکم سره داسې ګومان رامنځ ته کوي چې د مهاجرت يو عادلانه سياست امکان لري. خو واقعيت ته په ريښتينولۍ سره کتنه موږ ته نور څه زده کوي. ايا دا عادلانه ده چې يوازې د هغو پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې دې ومنل شي چې انساني قاچاقبرانو ته د ډيرو پيسو ورکولو توان لري؟ ایا دا عادلانه ده چې د مراکش د يوې بېوزلې سيمې يو اوسيدونکی چې په خپل ټاټوبي کې د خپلې راتلونکې له پاره هيڅ هيلې نه لري، په اروپا کې د پاتې کيدو اجازه نه شي ترلاسه کولی خو په همدې عمر يو بل ځوان چې له کابل څخه راغلی وی وشي کړای په اروپا کې پاتې شي؟

ایا دا عادلانه ده چې يوه ځوانه اريتريايي ميرمن خپلې لور ته په دې دليل د الحاق ويزه ترلاسه کړي چې هغه يې په ډيره چټکۍ او ژر اروپا ته استولې ده خو په هماغه عمر يوه بله اريتريايي کورنۍ په دې دليل چې اروپا ته د مهاجرت پر لاره څو اوونۍ په يو ځاي کې تم کيږې، نشي کولای دغه ويزه ترلاسه کړي؟ دا د مهاجرت په سياست کې سختې ستونزې رامنځ ته کولای شي.

انساني قضاوت، نوې بې عدالتي زيږوي

د اروپا عالي محکمې دغه کار ساده نیولی دی ځکه دغې محکمې يوازې په يوه ځانکړي مورد کې د عدالت په ګټه تصميم نيولی دی. دغه موضوع چې د مهاجرو په ګټه د هر ډول تصميم سره وي، انساني او د پوهاوي وړ دی. خو پر دې سربيره قاضيانو له خپل حکم سره نوې بې عدالتي رامنځ ته کړي. هغوی دغه حکم د حقوقي معيارونو په چوکات کې نه دی صادرکړی. ځکه قانون حکم کوی چې د ۱۸ کلونو څخه د ښکته عمر درلودونکی مهاجر په دې دليل چې عمر يې ښکته دی کولای شي خپل مور او پلار او خويندې او وروڼه يې وغواړي خو که چيرې د هغوي عمرونه له اتلسو پورته وي نو په دې صورت کې باید ورسره د بالغو مهاجرو په څير چلن وشي.

ليکونکې: الکساندر هانکه/ ح. م./ م. ک. ص

د مهاجرت موضوع اړوند زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: