1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله د یونان غبرګون

آژانسونه/ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۱۵, دوشنبه

په اوس وخت کې یونان ته مهاجر نه ستنول کیږي. خو د المان د کورنیو چارو وزیر د یونان وضعیت ښه کیدو ته په اشارې سره ویلي دي چې مهاجر باید دغه هیواد ته ور وګرځول شي. یونان د دغې غوښتنې په مقابل کې سخت غبرګون ښودلی.

https://p.dw.com/p/1Jw66
انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economou

د المان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، غواړي چې پناه غوښتونکي د«دوبلین» د تړون پر بنسټ بیرته یونان ته واستول شي. نوموړی په دې هکله په اروپایې اتحادیه کې یو ګډ دریځ رامنځته کیدو ته هیله من دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د«ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې ته وویل: «تر اوسه پورې حقوقي وضعیت، د دغه اقدام پر ضد وو، خو په اروپا کې ډیر کارونه شوي دي، څو په یونان کې وضعه بهتره شي. او دا کار باید په دې برخه کې پايلی ولري چې له مخې یې د دوبلین د قانون پر بنسټ هغه مهاجر چې اول یونان ته رسیدلي دي یو وار بیا دغه هیواد ته واستول شي.»

د دوبلین د قاعدې له مخې یو مهاجر باید په هغه هیواد کې د پناه غوښتنه ورکړي چې په لومړي سر کې د اروپايې حوزې دغه هیواد ته داخل شوی وي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر په دې اړوند د آلمان انفرادي اقدام رد کړ او وې ویل: «دا مهمه ده چې موږ یوه ګډ اروپایې دریځ ته لاسرسۍ پیدا کړو. خو که موږ په یوازیتوب سره اقدام وکړو د دې خطر موجود دی چې ادارې محکمې د بیرته ستنولو لړۍ په ډیره لنډه موده کې رد کړي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر
د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیرانځور: Getty Images/S. Gallup

د یونان قهرجن غبرګون

په اتن کې د یونان حکومت د آلمان د کورنیو چارو وزیر د دغو څرګندونو په مقابل کې د غصې ډګ غبرګون ښودلی دی. د یونان د مهاجرو چارو وزیر یانس موزالاس، د یوه پیغام په ترڅ کې ووویل: «هغه څه چې ډیمیزیر ویلي دي له واقعیت سره هیڅ ارتباط نه لري. د آلمان د کورنیو چارو وزیر اراده د منلو وړ نه ده.»

نوموړي زیاته کړه: په ځانګړي توګه دغه موضوع د اندیښنې وړ ده چې له یونان څخه د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو ته د تر ۳۳ زرو ډیرو مهاجرو د انتقال په هکله موافقتنامه رامنځته شوی، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې یوازې ۳۰۰۰ مهاجر غړو هیوادونو ته ویشل شوي دي.

د "پرو ازول" غبرګون

د کډوالو ملاتړ سازمان "پرو ازول" په دې برخه کې خبردارۍ ورکړی دی. د دغه سازمان مشر ګونتر بورکهارت، د آلمان خبري آژانس ته وویل: «په یونان کې وضعیت ناورین ته ورته دی. په دغه هیواد کې شاوخوا ۵۰ زره مهاجر بند پاتې دي. په دې ځای کې نه هم د بررسۍ جریان د یوه حقوقي دولت پر بنسټ موجود دی او نه هم په کافي اندازه استوګنځایونه موجود دي.»

په دې توګه نو یو مهاجر باید د اروپایې اتحادیې په هغه هیواد کې د پناهندګۍ غوښتنه وکړي چې په لومړي سر کي دغه هیواد ته داخل شوی وي. که هغه په یوه بل اروپایې هیواد کې ونیول شي، بیرته هم هغه لومړني هیواد ته استول کیږي. خو یونان ته د مهاجرو د بیرته ستنولو لړۍ په سیستم کې د نیمګړتیاو او په یونان کې هغو ته د ځای ورکولو په برخه کې د نیمګړتیاو له امله په ۲۰۱۱ کال ودرول شو.

ګونتر بورکهارت د آلمان د کورنیو چارو پر وزیر تور ولګاوه چې د هغه څرګندونې: «په ټاکنیزو مبارزو کې د ل تکتیکي انګیزه لري او هغه بحثونه چې په دې برخه کې دلته ورته لمن وهل کیږي، له واقعیت څخه لیري دي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب