1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت په تړاو د آلمان پر موجوده دریځ ټینګار

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۷, یکشنبه

د آلمان ډیر خلک د مهاجرت په تړاو د صدراعظمي انګلا مرکل له سیاست څخه ناراضه دي. د چارو کارپوهان په دې باور دې چې د مرکل د محبوبیت د کمیدو تر ټولو ستر لامل په هیواد کې د تروریستي پیښو رامنځ ته کیدل دي .

https://p.dw.com/p/1Jd1B
Deutschland Dortmund Ehrenamtliche Flüchtlingshelfer
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitji

آلمان کې ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې د دغه هیواد خلک زيات د صدراعظمې انګلامرکل له سیاست څخه ناخوښي دي. په پارلمان کې د متحدو ګوندو د اړخ مشر، کاودر، وايي چې دا خبره، د وار د خطا کیدو د پاره دلیل نشي کیدلای.

د آلمان په پارلمان کې د مسیحي سوسیال او مسیحی دموکرات متحدو ګوندونو د اړخ رئیس، فولکرکاودر، د مهاجرت سیاست په باب د ګوندونو خپلمنځي اختلافاتو ته په کتو وویل چې دی په دغه سیاست کې د بدلون د رامنځ ته کولو اړتیا نه ویني.

کاودر د شنبې په ورځ، آلماني رسنیو ته وویل:« مونږ په لمړي قدم کې د اروپايي اتحاديې او ترکیې تر منځ د شوي تړون د تصویبیدو په برخه کې ډیر موثر کارونه ترسره کړل تر څو ډیر کم مهاجر آلمان ته راشي».

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.04.2016):

د ولس ناراضي

هغه زیاته کړه چې په اوږدمهاله کې د مهاجرو د راتلو د کمیدو په برخه کې باید د مهاجرت د عواملو پر وړاندې مبارزې ګړندۍ شي. کاودر پر دې ټینګار وکړ چې اوس باید تر ټولو زیاته پاملرنه د هغو مهاجرو ادغام ته وشي کوم چې آلمان کې د پاتې کیدو فکر لري.

د تیرې اوونۍ په پای کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې د آلمان نوی قانون هم په اجرا کې راغی، چې مهاجرو ته په کې ډیر امکانات په نظر کې نیول شوي دي. خو هغو مهاجرو د پاره چې د ادغام بهیر ته غاړه نه ږدي بیا تدابیر نور هم سخت کړل شوي دي.

ترسره شوې نظرسنجۍ ښیي چې د آلمان زیات شمیر خلک د مهاجرت موضوع په تړاو، د صدراعظمې انګلا مرکل له سیاست څخه ناراضه دي. په دې باب یوه نوي تازه نظرسنجي ښيي چې د آلمان د نفوس یو دریمه برخه،(۳۴ سلنه) له مرکل څخه ډیر او یا لږ ناخوښه دي.

د ترهګرۍ بېره

د سیاسي چارو شنونکی کارل رودولف کورته، په دې باور دی چې د مرکل پر وړاندې د خلکو د نارضایتۍ تر ټولو ستر لامل، تروریستي پیښې، په تیره بیا د مونشن وروستۍ پیښه ده.

د سیاسي چارو دغه شنوونکي د «روهر نخریشتن» ورځپاڼې ته وویل:« ډیر خلک د مهاجرت د کړکیچ په اړه د مرکل پر مدیریت باندې باور نلري. په ظاهره انګلا مرکل ته، د نویو اندیښنو او د تروریزم له خطر څخه د ویرې په تړاو، د ستونزې د یوې برخې په توګه کتل کیږي».

د آلمان د دولتي تلویزیون (ARD) نظرسنجي چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، په هغې کې صدراعظمې مرکل، د خپل سیاست سره توافق کې یې، د تیرې میاشتې په پرتله، ۱۲ نمرې له لاسه ورکړي دي او په دې سره ۴۷ سلنې ته رسیدلې ده. دا په داسې حال کې ده چې مرکل تیره میاشت د خپل سیاست څخه د خلکو د رضایت په تړاو، ۹ اضافي نمرې ترلاسه کړې وي او کومه نمره یې له لاسه نه وه ورکړې.