1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرت په باب سياست مو تيروتنه وه»

۱۳۹۵ بهمن ۱۱, دوشنبه

د آلمان د ماليې وزير ولګنګ شويبله، د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تيرکال د مهاجرت په اړه يې د هيواد د پرانيستو دروازو سياست، تیروتنه وه. هغه دغه راز ويلي دي برلين هڅه کوي چې د خپلو تيروتنو څخه زده کړي.

https://p.dw.com/p/2Wbu5
Deutschland Schäuble gibt die Ergebnisse der Steuerschätzung bekannt
انځور: picture alliance/dpa/R. Jensen

شويبله، آلماني ورځپاڼې «بيلد ام زونتاګ» ته وویل: «موږ هڅې کړي، څو هغه څه مو چې په ۲۰۱۵م کال کې له لاسه ورکړي دي، جبران کړو. هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «موږ سياستمداران هم انسانان يوو، موږ هم تيروتنه کوو. خو انسان کولای شي لږ تر لږه له خپلو تيروتنو څخه زده کړه وکړي».

شويبله د صدراعظمې انګلا ميرکل د «مسيحي ديموکرات» محافظه کاره ګوند له غړو څخه يو دی. د ميرکل ګوند، د مهاجرو له خوا د څو بريدونو د ترسره کولو وروسته، په پراخه کچه خپل ملاتړ له لاسه ورکړ او رايې يې د مهاجرو ضد ګوند «د آلمان له پاره بدیل» ترلاسه کړې.

اوس داسې ګومان کيږي چې «د آلمان له پاره بديل» (AfD) ګوند به په سپټمبر مياشت کې د دغه هيواد په عمومي ټاکنو کې د دريم ستر ګوند په توګه د آلمان پارلمان ته ننوځي.

له بله اړخه د مهاجرت او پناه غوښتنې پر مسئلې، اروپايي اتحاديه هم په خپلو کې سره ویشل شوې ده، هغه په دې دليل چې د دغې اتحاديې يو شمير غړي هيوادونه د مهاجرو له منلو سره مخالف دي.

د آلمان د ماليې وزير وويل، اروپا اړه ده چې خپلو ټولنيزو امتيازياتو د همغږۍ او يو برابر کولو ته پام واړوي، څو مهاجر په منصفانه توګه پر غړو هيوادونو وویشل شي. هغه زياته کړه، چې دغه موضوع تر اوسه پورې په آلمان کې ممنوع ده. دغه آلماني وزير د «بيلد ام زونتاګ» ورځپاڼې ته وويل: «د ټولنيزې رفاه په اړه زموږ سيستم ډیر اوچت دی. په همدې دليل زياتره خلک غواړي آلمان ته راشي».

شويبله، دغه راز وويل چې هغه د دونالد ترمپ د رهبرۍ پر موډل شک لري چې د مهاجرو په اړه د هغه فرمان او د سوداګړيزو تړونونو لغو کيدل يې د اروپايي مشرانو د انديښنې سبب شوي دي.

هغه وويل: « اوس په امریکا کې داسې کس وينو چې داسي عمل ترسره کوي چې ګواکې هر کار په چټکۍ سره تر سره کولای شي. په باور سره چې دا کار ښې پايلې نه لري».

يوې نظر پوښتني چې د روانې مياشتې په پیل کې په آلمان کې تر سره شوه، وښودله چې د سپټمبر مياشتې په ټاکنو کې د رای ورکونکو تر ټولو لويه انديښنه، د مهاجرو مسئله ده.

ميرکل چې غواړي د څلورم وار د آلمان صدراعظمه شي، د شنبي په ورځ يې له ترمپ سره ټيلفوني خبري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې دونالد ترمپ په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرو په هکله چې اکثره يې له منځني ختيځ څخه دي، د پرانيستو دروازو پر سياست سخته نيوکه کړې وه او د هغې دغه اقدام يوه «مصيبت لرونکې تيروتنه» بولي.

د ميرکل «مسيحي ديموکرات» ګوند، د تيرکال په سپټمبر مياشت کې د برلين په ايالتي ټاکنو کې سخته ماته وخوړه، له دغې ماتې وروسته ميرکل وويل، تمه یې لره چې وبه شي کړای د مهاجرت کړکيچ راوګرځوي، خو پر دې سربيره هغې بياهم هيڅ وخت ويلي نه دي چې سياست يې تيروتنه وه.

انګلا ميرکل په وار وار د خپل همکار ګوند «سوسيال مسيحي اتحاد» له لوري هغه غوښتنه رد کړې ده، چې آلمان ته د تازه راتلونکو مهاجرو کلنۍ نهايي شميره دې مشخصه کړل شي، خو اوس په خپله د رد شويو مهاجرو د اخراج په برخه کې جدي او قاطعانه اقدامات له ځانه ښيي.

نور مطالب: