1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت سیاست له امله د آلمان پر میرکل فشار مخ په ډیریدو دی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۵, پنجشنبه

د آلمان په پارلمان کې د پوهنې د سیاست په برخه کې د زرغون گوند ویاند ویلي دي چې يوازې د زرغون گوند نه دی چې د حکومت د مهاجرت پر سیاست ډیرې نیوکه کوي، بلکې ۸۱ سلنه آلمانان فکر کوي چې وضعیت له کنترول څخه وتلی دی.

https://p.dw.com/p/1Hpp0
انځور: Getty Images/S.Gallup

د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل تر مشرۍ لاندی ائتلاف د کډوالو د سیاست له امله تر سختو انتقادونو لاندی دی. د ARD-"Deutschlandtrend" آلماني رسنې ویلي دي چې د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ د پوښتل شوو کسانو ۸۱ سلنه یې په دې نظر دي چې د کډوالو وضعه نور نو د آلمان حکومت له کنترول څخه وتلی. ۱۸ سلنه یې بیا بل ډول نظر لري.

د آلمان په پارلمان کې د زرغون گوند د ائتلاف ویاند اوچان موتلو، د انتقاد اصلي هدف د آلمان د کابینې له خوا د کډوالو د دویمې بستې پر تصویب شوي متن وو. نوموړي دویچه ویله ته وویل چې د کورنۍ یوځای کولو په هکله نوی قانون د مهاجرو په ټولنه کې د یوځای کیدو په برخه کې هیڅ مرسته نه شي کولی.

متلو، نیوکه کوي چې تر ټولو په لومړي قدم کې آلمان ته راغلي نوي مهاجر ځوانان یوازی د خپلې کورنۍ په هکله فکر کوي، له همدې امله دوی په دې اړه فکر نه کوي چې په ټولنه کې د مدغم کیدو له پاره څه شي ډیر مهم دی. د بیلگه په توگه ښوونځی او آلماني ژبه.

د چهارشنبې په ورځ د آلمان کابینې یو قانون تصویب کړ چې مخې یې د مهاجرو د کورنۍ راغوښتل په برخه کې محدودیت یعنې یو مهاجر نشي کولی تر دوو کلونو پورې خپله کورنۍ راوغواړي.

متفاوت نظرونه

د «دویچلند ترند» په حواله د دې پوښتنې په هکله په آلمانې ټولنه کې یو درځ رامنځته شوی دی. د پوښتل شوو کسانو ۴۴ سلنه خلکو د نورو تر څنگ په کورنۍ جگړه کې د ښکیلو هیوادونو د کډوالو د (کورنۍ یوځای کیدل) راغوښتل یو سم گام بللی. په داسې حال کې چې ۴۹ سلنه آلمانان دغه طرحه ردوي.

د ډیرو کډوالو د منلو غوښتنه چې د څو میاشتو راهیسې د آلمان د سوسیال مسیحي گوند له خوا وړاندی کیږي، د نږدې دوه پر دریمه برخه (۶۳) آلمانانو له خوا یې ملاتړ شوې، برعکس د(۳۳) سلنه آلمانانو د کډوالو له پاره د سرحد ټاکلو (شمیر محدودولو) مخالفت کړی دی.

همدارنگه ۸۸ سلنه آلمانان هغه نظر تائيدوي چې له مخې یې باید پر هغو مهاجرو ټولنیزې مرستې کمې شي چې نه غواړي ځان په آلماني ټولنه کې مدغم یا ورگډ کړي.

۷۸ سلنه آلمانان د هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې مراکش، تونس او الجزایر امن هیوادونه بلل شوي، څو په دې توگه د دغو هیوادونو کډوال له آلمان څخه بیرته واستول شي.

تر اوسه پورې په جگړه ښکیلو هیوادونو مهاجرو ملاتړ کونکو شمیر لوړ دی

تر اوسه پورې د آلمان په خلکو کې د مهاجرو د منلو روحیه لوړه ده. د پوښتل شوو کسانو ۹۴ سلنه یې په دې نظر دي چې هغه ماجر باید ومنل شي چې له جگړو یا کورنۍ جگړی څخه تښتیدلي دي.حتی (ای. ایف. ډي.) یا د آلمان له پاره بدیل گوند، د پلویانو ۷۶ سنلنه یې د دې کار ملاتړ کوي. همدارنگه د پوښتل شوو کسانو ۷۳ سلنو یې د هغو مهاجرو ملاتړ کړی چې د مذهبي یا سیاسي لاملونو له امله په خپل هیواد کې تر تعقیب لاندی وي.

د دغې نظر سنجې له مخې یوازې ۲۵ سلنه آلمانانو ویلي دي هغه کسانو چې په خپل هیواد کې کار نه شي موندلی او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان وي، باید ومنل شي.

دغه ارقام د هغې نظر پوښتنې له مخې وړاندی شوي دي چې (infratest dimap) د نظر سنجې څیړنیز انستیتوت له خوا د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې ترسره شوې. په دې ترڅ کې ۱۰۰۴ تنه د رای ورکونې شرایطو درلودونکو کسان پوښتل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب