1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. څارونکی ماموریت د عام وژنې پیښې ځای ته رسیدلی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۰, شنبه
https://p.dw.com/p/15BF0

په سوریه کې د ملگرو ملتونو څارونکی ماموریت هغه سیمي ته رسیدلی دئ، چیرې چې د چهارشنبې په ورځ د ډله ییزې وژنې ادعا شوې وه. د اپوزیسون فعالینو ادعا کړې وه چې د القبیر په کلې کې د حکومتي ځواکونو په لاس ۵۴ تنه وژل شوي دي.

د سوریې رژیم په دغه وژنه کې لاس لرل رد کړي دي او د دغه پیښې پړه ئې پر ترهگرو وراچولې ده چې د دولت د ادعا له مخې د بهرنیانو له خوا حمایه کیږي. د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت له خوا لا په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

تیره ورځ د ملگرو ملتونو په دغه څارونکي ماموریت باندې برید شوی وو خو هغوی له بریده روغ رمټ وتلي وو. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلنټن سره په واشنگټن کې لیدلي دي او پر دمشق باندې ئې د سولې د پلان د عملي کولو له پاره د لا زیات فشار اچولو غوښتنه کړې ده.