1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. رپوټ به په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال تایید کړي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ شهریور ۲۳, شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي دي، اټکل کیږي چې د ملګرو ملتونو رپوټ په سوریه کې د کیمیاوي وسلو استعمال تایید کړي. په عین وخت کې امریکا او روسیه د سوریې د کیمیاوي وسلو د سپارلو په اړه خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/19hRr
انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر ۱۳مه) د دغه سازمان په یوه غونډه کې ویلي دي: «زه په دې باور یم چې رپوټ به په قاطع توګه د کیمیاوي وسلو استعمال تایید کړي، خو د دغه رپوټ د تر لاسه کولو تر مخه زه په دې وخت کې دا خبره په عامه محضر کې نه شم کولای.»

خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي په دې اړه څه نه دي ویلي چې د اګست د میاشتې پر ۲۱مه نیټه د پلازمینې دمشق په شاوخوا کې دغه برید د بشارالاسد د ځواکونو له لوري تر سره شوی دی او که د پاڅون کوونکو له لوري. خو بان زیاته کړه چې بشارالاسد «د بشریت ضد جنایتونو له پاره ګرم دی.»

د کیمیاوي وسلو د دغه برید په اړه د ملګرو ملتونو پلټونکو خپل رپوټ چمتو کړی دی. د دغه پلټونکي ډلې مشري د سویډني کارپوه سیل سټروم، پر غاړه وه، خو هغه ته د دې خبرې اجازه نه وه، چې ووایي دغه برید د چا له خوا تر سره شوی دی.

د اګست د میاشتې پر ۲۱مه نیټه په یو برید کې د اټکلونو له مخې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي ول. بانکي مون په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې د جګړې وروسته باید «حساب کتاب» وشي.

د کیري او لاوروف لیدنه کتنه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د جمعې په ورځ په ژنیو کې له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره ولیدل تر څو د مسکو له لوري د سوریې د کیمیاوي وسلو د سپارلو پر وړاندیز سره وغږیږي. دواړو هیوادونو ویلي دي چې د سوریې د کړکیچ یو سوله ییز حل بریالیتوب، د اسد د حکومت له لوري د کیمیاوي وسلو د زیرمو په سپارلو پورې تړلې دی.

امریکا متحده ایالات او روسیه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری دایمي غړي دي، د سوریې په کړکیچ کې مختلف دریځونه لري. د روسیې له لوري دا وړاندیز چې سوریه به خپلې کیمیاوي وسلې ملګرو ملتونو ته وسپاري او د کیمیاوي وسلو د استعمال پر ضد نړیوال تړون به لاسلیک کړي، د امریکا او فرانسې له لوري یې د ممکنه پوځې مداخلې چمتوالی ورو کړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ د کویت له امیر شیخ الصباح الاحمد، سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل : هغه هیله لري، چې دغه خبرې اترې به لاس ته راوړنې ولري. اوباما زیاته کړه چې په دې تړاو هر تړون باید شفافه او د اجرا وړ وي.

د کیري او لاوروف تر منځ د خبرو اترو د دویمې غونډې وروسته چې د جمعې په ورځ تر سره شوې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر خبریالانو ته وویل چې د سولې د دویم کنفرانس چانس د بې وسلې کولو د خبرو په کامیابۍ پورې تړلی دی. د هغه د وینا له مخې وروستی خبری اتری «رغوونکي» وې.

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او عربي لیګ ځانګړي استازي لخضر براهیمي چې له کیري او لاوروف سره یې لیدلي دي وویل چې تر خبرو اترو لاندې پلان «په خپل ذات کې ډیر مهم دی، خو دا زموږ له پاره هم ډیر مهم دی چې له تاسو سره د ژنیو د کنفرانس د بریا په اړه د ګډ کار هڅه کوو.»

په عین وخت کې د متحده يالاتو يوه استازي په ژنيو کې وويل چې خبرې اترې اوس پر محوري ټکو څرخي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير، جان کېري او د هغه روسي سيال، سرګي لاوروف به نن (شنبه د سپتمبر ۱۴) په سويس کې خپلو خبراترو ته چی د پنجشنبې په ورځ یې پیل کړې دي دوام ورکړي.