1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنیت شوری په ترکیې شوی برید غندلی دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه
https://p.dw.com/p/16L14

د ملگرو ملتونو د امنیت شوری د سوریې له لوري د ترکیې پر هیواد تر سره شوی برید په کلکو ټکو کې غندلی دئ. په دغه برید کې پنځه تنه، چې ښځې او ماشومان وو وژل شوي وو. ملگرو ملتونو ویلي دي چې د چهارشنبې د ورځې برید د دې ښکارندوې کوي چې د سوریې کړکیچ د گاونډیو هیوادونو او د سیمې پر امنیت ژور اغیز لري.

سوریې د ملگرو په ذریعه د پنجشنبې په ورځ د نوموړي برید له امله بخښنه غوښتې وه او ویلي وو چې داسې یو عمل به بیا نه تکراریږي. په عین وخت کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د زغم څخه د کار اخیستلو له پاره غږ کړی دئ. د ترکیې پارلمان هم تیره ورځ په یوه پریکړه کې دولت ته د ضرورت پر وخت د پوځي عملیاتو اجازه ورکړې وه. د المان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله له دمشق څخه غوښتي دي چې د خپلو گاونډیو ملي حاکمیت ته درناوې وکړي.