1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو پر امنیتي تړونونو نیوکې وشوې

۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه

د سه شنبې په ورځ په یوه خپور شوي رپوت کې راغلي دي چې ملګرو ملتونو له زیاتو خصوصي امنیتي او پوځي کمپنیو سره د خپلو کارکوونکو د امنیت ساتلو له پاره تړونونه کړي دي. د دغو کمپنیو په ډله کې ځینې ئې مشکوکې سابقې لري.

https://p.dw.com/p/15V4v
انځور: picture-alliance/dpa

پر دې سربیره ملگري ملتونه پر دې نه دي توانیدلي چې له دغو شرکتونو سره د خپلو تړونونو په اړه روښانه معلومات ورکړي. تر اوسه پورې ملگرو ملتونو له دغه کمپنیو سره د خپلو قراردادونو په اړه ښکاره معلومات نه دي خپاره کړي خو په یوه رپوټ کې راغلي دي چې دې سازمان په ۲۰۱۰ کال کې له امنیتي کمپنیو سره پر تړونونو ۷۶ میلیونه ډالر او په ۲۰۰۹ کال کې ۴۴ میلیونه ډالر مصرف کړي دي.

دغه خبرې یوه برلین میشته څیړنیز سازمان او په نیویارک کې یو څارونکي سازمان د سه شنبې په ورځ کړي دي. د «گلوبل پالیسي فورم» او «د روزا لوگزمبورگ بنیاد» پخپل رپوټ کې ویلي دي چې ملگرو ملتونو د خپلو امنیتي قراردادونو په اړه د معلوماتو له بربنډولو څخه ډډه کړې ده: «دا داسې یو سیستم ښيي چې شفافه نه دئ او له کنترول څخه بهر شوی دئ.»

په رپوټ کې راغلي دي چې ملگرو ملتونو له داسې کمپنیو سره چې د پوځي اشتباهگانو، تاوتریخوالي او مالي بې نظمۍ سابقه ئې لرله، څو څو وارې تړونونه کړي دي. رپوټ زیاته کړې ده چې له دغه شان امنیتي شرکتونو سره قراردادونو یو شمیر ستونزې راولاړې کړي دي.
ملگرو ملتونو د دې رپوټ په ځواب کې ویلي دي چې هغوی له امنیتي شرکتونو سره د تړون کولو په هلکه په وروستیو کې یوه پالیسي جوړه کړې ده چې تیره میاشت تصویب شوه.

په رپوټ کې دامریکايي امنیتي شرکت «داین کورپ انترنشنل» نوم اخیستل شوی دئ چې په ۱۹۹۰ لسیزې کې په بوزنیا کې د بدلمني د دوسیو له کبله «بدنامه» شوې وه. د رپوټ په حواله ملگرو ملتونو په ډیرو برخو کې له همدې شرکت سره تړونونه کړي دي.

دغه امنیتي شرکت په افغانستان کې د ملگرو ملتونو او امریکايي وگړو د امنیت ساتلو مسئولیت هم لري. په رپوټ کې راغلي دي چې ملگرو ملتونو پخپلو ټولو سوله ساتو عملیاتو کې له خصوصي امنیتي شرکتونو سره قراردادونه لرل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم