1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو سازمان ورکونکي سوريې ته ځي

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14GMB

د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو سازمان ورکونکې واليري آموس، نن چارشنبه د درې ورځو له پاره سوريې ته ځي. د هغې د وینا له مخې هڅه به وکړي چي محتاجو کسانو ته پرته له کوم قيد او شرط څخه بشري مرستې ورسول سي. په سوريه کي د وضع د خرابيدو او بشري فاجعې د رامنځته کيدو له ویرې، آموس د سره صليب له پاره د اوربند غوښتنه کړې تر څو د اړینو کسانو سره د مرستو کول ممکن سي. له بلي خوا دا لا معلومه نه ده چي آيا آموس به د دمشق تر څنګ د سوريې له نورو ښارونو څخه هم ليدنه وکولای سي او که نه؟ د فبرورې د میاشتې په وروستیو کې هغې ته د دې سفر د تر سره کولو اجازه نه وه ورکړل سوې.