1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملکي تلفاتو مخنيوی څرنگه کيدای سي؟

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۱۹, دوشنبه

په افغانستان کي د بشري حقونو مدافع کمېسيون او نيظامي کارپوهان وايي، چي په دغه هيواد کي بايد د اولسي خلکو مرگ ژوبله بند شي. د دوی په خبره د ولسي خلکو د مرگ ژوبلي سبب طالبان او ناټو ځواکونه دي.

https://p.dw.com/p/18BWi
Members of the community attend a funeral after a NATO airstrike which destroyed two fuel tankers hijacked by the Taliban in northern Kunduz on September 4, 2009. A NATO airstrike destroyed two fuel tankers hijacked by the Taliban in Afghanistan, igniting a fireball that an Afghan official said killed about 90 people - mostly insurgents. AFP PHOTO/STR (Photo credit should read STR/AFP/Getty Images)
Begräbnis nach NATO Luftangriff auf Tanklaster Kundus 2009انځور: STR/AFP/Getty Images

د افغانستان د بشري حقونو د مدافع ټولني يوه چارواکي لعل ګل د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۸) په کابل کې وویل، چی په جګړو کې د وژل شویو ولسي خلکو د مرګ ژوبلي شمیره تر هغه څه ډیره لوړه ده چې په اړه یي راپورونه ورکول کیږي.

هغه وويل: «تاسو شاهد یاست چې پر ودونو باندي بمبار شوی دی، په لارو کوڅو کې پر ولسي خلکو بمونه اورول شوي دي، په ماین چاودنو کې ولسي خلکو ته تاوان رسیدلی، له دې ښکاري چې د۲۰۰۱ کال راهیسي ولسي خلک په جګړو کې مرې خو د دغو مرګ ژوبلو د کمیدو له پاره جدي کار نه دی شوی.»

د هغه په خبره تر ډیره ځايه وسله وال طالبان او ناټو ځواکونه ولسي خلکو ته زیان اړوي او تر اوسه يي د مخنیوي له پاره هیڅ راز اقدام نه دی شوی.

په یوه وروستۍ پیښه کي چي د دوشنبې په ورځ يعنی نن په وردگو ولايت کي رامنځ ته شوې ده د ماين په يوه چاودنه کي ۹ تنه ملکي وگړي ووژل سول او ۲۲ تنه ټپيان سوي دي. د پيښي پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه اچول سوې ده.

د یکشنبې په سهار د کونړ ولايت په شیګل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د افغان او ناټو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ناټو په هوايي يرغل کي۱۱تنه ماشومان، یوه ښځه او یو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.ناټو هم د یوه بیان په ترځ کې د شپږو ولسي افغانانو مرګ په کونړ ولايت کي تاید کړ.

په تیرو څو اونیو کې نه یوازي دا چې ناټو بلکې د طالبانو په بریدونو کې هم په غټ شمیر کې ولسي خلک مړه او ژوبل شوي دي.

په فراه کې د تیرې اوونۍ په برید کې د شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د طالبانو له لوري تر سره شو.

خو آیا د نظامي بریاوو د تر لاسه کولو له پاره په ملکي سیمو کې د دښمنو ډلو په نخښه کول څه پایلي لرلای شي که څرنګه؟

د پوځي چارو له کارپوه جنرال عتیق الله امر خیل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: « په یوه کلي او یا هم په یوه بانډه کې که چیري شل کسه ځای پر ځای شوي وي، اول باید سیمه کلابنده شي، او یوه لاره دښمن ته پریښودل شي چې ځني ووزي او بیا هغوی باید د یوه کمین په ترځ کې له مینځه یوړل شي، دې ته اړتیا نه شته چې په یوه کلي کې یو دښمن پټ وي او هلته له درنو وسلو کار واخیستل شي چې په نتیجه کې یاد عملیات د ښځو، ماشومانو او نورو ولسي خلکو په مرګ ژوبله تمام شي».

له بلي خوا د بشر د حقونو د مدافع سازمان چارواکی لعل ګل احمدزی پر حکومت او ناټو دواړو نیوکه کوي چې هیڅکله یي هم تر عملیاتو وروسته د ولسي خلکو د مرګ ژوبلي دقیقه شمیره او عوامل نه دي په ګوته کړي.

«کوم ملکي تلفات چي رامنځ ته کیږي که له هرې خوا رامنځ ته کیږي، حکومت باید یوه سمباله ډله درلودای چې هغې یې په اړه پلټني کولای، او احصایه یي را ټوله کړې وای، د ناټو او ملګرو ملتونو کوم ارقام چې خپریږي هغه دقت نه لري.»

د ملګرو ملتونو سازمان رپوټونه وايي چی هر کال په افغانستان کي په منځني ډول څه باندي درې زره ولسي خلک د جګړو پر مهال وژل کیږي.