1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د معمر القذافي د وينا په اړه نړيوال غبرگونونه

۱۳۸۹ اسفند ۴, چهارشنبه

د امنيت شورا د ليبيا د احتجاج کونکو پر ضد د قذافي د ځواکونو حملې په کلکه وغندلې او د تيلو په دغه شتمن هيواد کي يې د زور زياتيو چي په نتيجه کي يې په سل ګونه کسان وژل سوي ، د پای ته رسيدو غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/R3M6
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ غونډه
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ غونډهانځور: picture alliance/landov

د امنيت 15 کسيزي شورا چي په هغي کي 5 دايمي او آلمان او هند دوه موقتي غړي ګډون لري په يوه ګده اعلاميه کي پرته له دې چي د قذافي نوم واخلي، د «ولسي وګړو پر ضد له قوې څخه کار اخيستل يې يو وحشيانه عمل ګنلی او د سل ګونو کسانو د مړيني په هکله سخته خواشيني څرګنده کړې ده.»

په ملګرو ملتو کي ليبيايي ديپلوماتانو چي له قذافي سره يې خپلي اړيکي شلولي دي د امنيت پر شورا باندي ږغ کړی چي په ليبيا کي دي يو سوليزه سيمه جوړه سي، چي د قذافي هوايي ځوااکونه ونه سي کړای په هوايي الوتنو لاس پوري کړي.

له هغه وروسته چي قذافي يو تنده تلويزوني وينا وکړه ، هغه ته وفادارو پوځي ځواکونو د ولسي وګړو پر ضد په خونړيو حملو لاس پوري کړی.

د لبيا د د تحولاتو په وړاندي نړيوالي انديښني د پراخيدو په حال کي دي. د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل د ليبيا د دولت د مشر د وينا په وړاندي له خواشيني سره غبرګونه ښکاره کړ.

Libyen Unruhen Gaddafi Tripolis Protest Demonstration NO FLASH
انځور: picture alliance/dpa

مېرمن ميرکل وويل چي قذافي د خپل ولس پر ضد « د جګړې اعلان وکړ.» هغې وويل چي کومي جملې چي قذافي په خپلي وينا کي استعمال کړي، ويرونکي دي.

ليبيايي چارواکو خپله اعتراف وکړ چي په تيرو ورځو کي لږ تر لږه 300 کسان په زور زياتيو کي وژل سوي دي. خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چي د مړو شمير ښايي له 400 څخه هم لوړ وي.

قذافي چي له څلور لسيزو را په دې خوا پر ليبيا باندي واکمن دی خپلو ځواکونو ته امر ورکړی چي پاڅونکونکي وټکوي او وسلوالو احتجاج کونکو ته يې خبر داری ورکړی، چي هغوی به ټول اعدام سي.

Libyen Unruhen Gaddafi Bengasi 20.02.2011 NO FLASH
انځور: picture alliance/dpa

قذافي په خپله وينا کي وويل چي دی به د ژوند تر وروستي سلګي د خپلي واکمنۍ د ساتلو لپاره وجنګيږيږي او زياته يې کړه هغه په 1977 کال کي له دولتي قدرت څخه لاس اخيستي دی او واک يي «خپل ولس ته ورکړی.»

«موږ به يې تر دې وروسته په ډګر کي سره معلومه وو. قذافي کوم دولتي ماموريت نه لري چي تري استعفاء وکړي، لکه يو شمېر ولسمشرانو چي په دې وروستيو کي دا کار وکړی. قذافي ولسمشر نه دی، هغه د انقلاب مشر دی.»

خو په بهر کي ليبيايي ديپلوماتان د قذافي د استعفاء غوښتنه کوي. د امريکا په متحده ايالاتو کي د هغه سفير علي اجلي له هغه څخه وغوښتل چي هيواد پريږيدي.

Libyen Unruhen Gaddafi Tripolis 20.02.2011 NO FLASH
انځور: picture alliance/dpa

په ملګرو ملتو کي د ليبيا د استازي مرستيال ابراهيم دباشي خبريالانو ته وويل چي د امنيت د شورا خپره سوې پريکړه « ډيره زياته غښتلې نه ده. هغه د قذافي د ګوښه کيدو لپاره ږغ وکړ.

د ليبيا له دننه څخه دقيق معلومات نسته، چي څه تيريږي. خو د يو شميرعيني شاهدانو د وينا له مخه په يوتيوپ کي ليدل کيږي او د الجزيرې د تلويزوني شبکې له خوا وړاندي سوي انځورونه د ليبيا وضعيت ويرونکی ښه يي. د بشري حقونو د فعالينو د وينا له مخه د ليبيا په پلازمېنه ترابلس کي د يو ښونځی وداني د مړو د راټولولو په ځای بدل سوی دی.

ماتيياس/ عبدالباري حکیم

کتونکی: نجيب الله زيارمل