1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مظاهرو په پنځمه ورځ هم څلور کسان ووژل شول

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه

د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د شنبې په ورځ هم د قران شریف د سوځولو پر ضد مظاهرې وشوې. د رپوټونو له مخې په دغو مظاهرو کې څلور تنه وژل شوی هم دئ.

https://p.dw.com/p/149xI
انځور: Reuters

د لوگر ولایت ځايي چارواکو ویلي دي چې په دغه ولایت کې یو مظاهره کوونکی له هغه وروسته وژل شوی دئ چې غوښتل ئې د مظاهرو په ترڅ کې د ناټو اډې ته ننوځي. په دغه ولایت کې په سوونو مظاهره کوونکو پر امنیتي ځواکونو برید کړی دئ.

د لوگر ولایت په مظاهرو کې دوه تنه ټپيا شوي هم دي. د شنبې په ورځ د لوگر په گډون په کندز او د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د قرآن شریف د سوځولو پر ضد مظاهرې شوي دي.

د کندز ولایت چارواکو ویلي دي چې په دغه ولایت کې هغه وخت لږ تر لږه درې مظاهر کوونکي ووژل شول چې غوښتل ئې د ملگرو ملتونو دفتر ته ننوځي.

د کندز د ولایت د روغتیا د وزارت مشر ویلي دي چې تر اوسه پورې په مظاهرو کې د درو کسانو د وژل کیدو او ۴۷ نور کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دئ. پېښه په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د دفتر له خوا هم منل شوې ده.

د جمعې په ورځ د افغانستان په مظاهرو کې شاوخوا ۱۲ کسان ووژل شول. د جمعې ورځ په افغانستان کې د قرآن شریف د سوځولو پر وړاندې د مظاهرو تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د رپوټونو له مخې امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د بگرام په اډه کې د قرآن شریف په گډون یو شمیر دینې کتابونو ته اور ورته کړی دئ.

افغانانو د دغې پېښې پر وړاندې سختې مظاهرې وکړې چې په پایله کې ئې په لسگونه کسانه ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.

د پېښې په اړوند امریکايي چاراکو بخښنه غوښتې ده او ویلي دي دې دا کار په قصدي ډول نه دئ تر سره شوی.

مسعود جهش (آژانسونه)
کتونکی: سید ریاض