1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مظاهره کوونکو پر ضد د مصر د پوځ تيری و غندل سو

۱۳۹۰ آذر ۳۰, چهارشنبه

وروسته تر هغه چي د قاهرې د تحرير په ميدان کي پر ښځينه مظاهره کوونکو باندي د مصري پوځ د تيريو انځورنه خپاره شول، د دغه هيواد د پوځي مشرۍ پرضد د مصر په دننه او دباندي کي قهر او غوصې را وپارېدلي.

https://p.dw.com/p/13WzI
په مصر کي د مېرمنو مظاهرې
په مصر کي د مېرمنو مظاهرېانځور: dapd

وروسته تر هغه چي د مصر د پوځ يو سرتيري پر يوې ښځينه مظاهره کوونکي باندي په داسي حال کي چي د بدن يوه برخه ئې بربڼده وه، د سوټيو وارونه وکړل او د پيښي انځورنه په رسنيو کي خپاره شول، د مصر د پوځي واکمنانو د بخښني او ننواتي غږ پورته شو.

د بشري حقونو سازمانو د مصر د پوځي حکومت دغه عمل په کله وغانده. تر دې مخکي د مصر پوځي شورا د مظاهره کوونکو هغه ادعاوي رد کړي وې، چي گويا مصري پوځ پر مظاهره کوونکو ګولي اورولي دي.

د مصر د عامي روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي د تيرو پنځو ورځو پر له پسې مظاهرو په نتيجه کي ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د مصر د انقلاب د لومړيو ورځو په څېر يو شمير ډاکترانو او نورو رضاکارانو د تحرير د ميدان په شا او خوا کي د۲۴ روغتيايي خدماتو له پاره ځانونه چمتو کړي دي. هغوئ د مظاهرو او احتجاجونو د ټپيانو پالنه کوي.

د مصر پوځي شورا په يوه اعلاميه کي ويلي دي، چي هغه«ډير سخت خواشيني دي چي د تحرير په ميدان کي پر ښځينه مظاهره کوونکو باندي حمله شوې ده.» شورا وويل چي د دغو «حملوعاملين» به د قانون له مخي تر څارني لاندي ونيسي او هغوئ ته به سزا ورکړي.

د مصر پوځ لا تر اوسه له دې انکار کوي چي د مظاهره کوونکو پر ضد ئې ګولۍ اورولي دي.

پر ښځينه مظاهره کوونکو باندي د پوځ تيري د خلکو غوصه راپارولې ده. د مصرالتحرير نومې ورځپاڼي په سر مقاله کي راغلي دي:«مصري پوځ د خپل هيواد د ښځو پر پت او عزت تيری وکړ» په دې ورڅپاڼه کي د هغي ښځي انځور هم چاپ شوی چي يوعسکرهغه تر وېښتانو نيولې او بل عسکر پر هغې باندي سوټي پورته کړی دئ.

د دوشنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلينټن د مصر چارواکي تورن کړل چي د ښځو د حقونو په ساتنه کي پاته راغلي دي. هغي د يوي ښځينه مظاهره کوونکي وهل او ټکول او د ځمکي پر سر د هغې کش کول وغندل او ويې ويل دا «صحنه ټکان ورکونکې» ده.

کلينټن وويل:«د مصر ښځو ته په سپکه سترګه کتل او د هغوئ بې عزته کول د مصر انقلاب بې اعتباره کوي او ددې هيواد دولت او پوځ حيثيت ته تاوان رسوي او دا د يو ستر ولس سره نه ښايي.»

د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون هم د مصر د امينتي ځواکونو تيري وغانده او هغه يي د نړيوالو نورمونو خلاف عمل وګانه.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل