1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر لوی څارنوال پر خپله دنده پاته سو

۱۳۹۱ مهر ۲۴, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16Q2e

د مصر لوی څارنوال عبدلمجيد محمود ويلي دي چي ورته بېرته د لوی څارنوال دنده سپارل سوې ده. نوموړي د دې تر مخه د ولسمشر محمد مُرسي له خوا له دندې ليري کړل سوی وو. ولسمشر محمود له هغه وروسته د کاره ايستلی وو چي د پخواني واکمن حسن مبارک ۲۴ پخواني چارواکي د محکمې لخوا ازاد سول. په دې ترڅ کي پر ولسمشر مُرسي داسي تورونه لگېدل چي گويا په غېر قانوني توگه په عدليه کي مداخله کوي. لوی څارنوال بيا ويلي ول چي هيڅکله به خپله دنده خوشي نه کړي، خو يوازي هغه وخت چي ووژل سي. محمود وويل چي له مُرسي سره تر ليدنې وروسته دواړه موافقې ته ورسېدل او دی پر خپله دنده پرېښودل سو.