1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د ټاکنو پر پایلو نیوکې شوې دي

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه

له هغه وروسته چې د مصر د ولسمشرۍ د لومړي دور د ټاکنو پایلې اعلان شوې، په بیلابیلو ښارونو کې احتجاجونه وشول. په قاهره کې په زرونو خلکو په یوه احتجاج لاس پورې کړ او ویل ئې: «دا ټاکنې له درغلیو ډکې وې.»

https://p.dw.com/p/153ir
انځور: Reuters

دا په داسې حال کې ده چې د مصر د ټاکنو کمیسیون د پنځو هغو کاندیدانو چې ټاکنې ئې بایللې دي، شکایتونه بې ځایه وګڼل.

د مبارک د راپرځول شوي رژیم پخوانی صدراعظم احمد شفیق، او د اخوان المسلمین نوماند محمد مورسې هغه دوه نوماندان دي چې د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو په دویم پړاو کې به له یو بل سره سیالي وکړي. خو په دې هیواد کې د ولسمشري نور نوماندان دا پایلې نه مني او وایي چې په هغو کې درغلۍ شوې دي. د دغو معترضو نوماندانو په ډله کې معتدل اسلام پال عبدالمنعم ابوالفتوح، هم شامل دئ. هغه وایي:

«زما وجدان را ته وایي چې دا ټاکنې په ازادانه او عادلانه توګه سر ته نه دي رسیدلي. حتی که ما هم ګټلې وای همدا خبره به مې کړې وای. د بیلګې په توګه د ټاکنو کمیسیون له دې څخه ډډه وکړه چې د رای ورکوونکو لستونه موږ ته وسپاري. حال دا چې په پارلماني ټاکنو کې دغه شان لستونه د هر کاندید چې غوښتنه ئې کړې وه، په اختیار کې ایښودل شوې ول.»

سر بیره پر دې ابولفتوح او ځینې خپلواک څارونکي ادعا کوي چې رائې په پیسو اخیستلې شوې دي. ځینې نور ناکام کاندیدان د ټاکنو پر بهیر باندې نیوکې لري. ان د ولسمشري کاندید امر مورسی، چې د مبارک د رژیم په وخت کې د بهرنیو چارو وزیر وو او بیا وروسته د عرب لیګ عمومي منشي شو هم د ټاکنو پایلې تر پوښتنی لاندې نیولې دي. د ټاکنو کمیسیون چی پریکړه ئې له قضایي لحاظه د اعتراض وړ نه ده، د داسې نیوکو پروا نه لري. د هغه کمیسیون مشر فاروق سلطان وایی:

«موږ دا فیصله وکړه چې د اوو اعتراضونو له جملې څخه څلور ئې بې بنسټه دي او له دې سره موږ نه شو کولای چې ټولې ټاکنې تر پوښتنې لاندې ونیسو. دری نور شکایتونه له ټاکلې مودې وروسته وړاندې شوي دي.»

د ټاکنو د کمیسیون د وینا له مخې بریالیو کاندیدانو احمد شفیق او محمد مورسی څه نا څه سره مساوي رائې تر لاسه کړي دي. محمد مورسی چې د مصر د اخوان المسلین کاندید وو د قانوني رایو ۲۴ سلنه او د مبارک د رژ یم پخواني صدراعظم احمد شفیق، ۲۳ سلنه رائې ګټلي دي. په ټاکنو کې په ټولیزه توګه په سلو کې ۴۶ سلنه رای ورکونکو برخه اخیستې وه.

اپوزیسیون ویره لري چې احمد شفیق د هوایي قواوو پخوانی قوماندان ښایي د مبارک نظام له یوې نوی څیره سره بیرته راژوندی کړي. د نیویارک ټایمزورځپاڼې د یوه رپوټ له مخې احمد شفیق د مصر له یو شمیر سوداګرو سره په یوه غونډه کې ویلي دي چې که چیرې هغه ولسمشر شي حتی له اعدامونو او په وحشیانه توګه له قوا څخه له کار اخیستو څخه به هم ډډه ونه کړي چې د یوې میاشې په موده کې په مصر کې نظم بیرته اعاده شي.

همدا خبره ده چې د سه شنبې په ورځ د مصر په تحریر میدان او نور ښارونو کې د شفیق پر ضد او حتی د اخوان المسلیمن د کاندید پر ضد په احتجاجونو لاس پوری شو.

ځینو مشهورو فعالینو پر خلکو غږ کړی دئ چې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د شفیق پر ځای محمد مورسی ته رائې ورکړي، ځکه چې هغه د شفیق په پرتله لږ «بد» دئ. د دغو دواړو نوماندانو ترمنځ به د جون په نیمایي کې بیا سیالۍ وشي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش