1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د «فرعون» محاکمه پیل شوه

۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبه

پر مصر باندي د دري لسیزو استبدادي او د مصریانو په اصطلاح «فرعوني» واکمنۍ څخه وروسته، پخوانی ولسمشر حسني مبارک نن د قتل او درغلیو او اختلاس په تور محکمی ته د ناروغانو په ارابه لرونکي کټ کي راوړل شو.

https://p.dw.com/p/129xG

په عربي هیوادونو کي حسني مبارک اولنۍ معزول حکمران دې چی محکمې ته وړاندې کیږي. په ۸۳ کلن حسني مبارک باندي د وژني او درغلیو تورونه دي، که چیري پر ده دغه لګول شوي تورونه ثابت شي کیداي شي د مرګ د سزا سره مخامخ شي.

له دې څخه تر مخه د مصر رسنیو خبر ورکړی ؤ چی حسنی مبارک د چهارشنبي په ورځ د محاکمي لپاره قاهري ته لېږدول شوی دی.

چارواکو حسني مبارک د چهارشنبي په سهار د حرم الشیخ د روغتون څخه راوویست چیرې چې هغه د زړه د ناروغې له امله تر درملنې لاندې وو.

ناروغ ۸۳ کلن حسني مبارک په دې وجه محاکمه کیږي چې د میلونونو ډالرو په درغلیو او اختلاس کي لاس لري. پر نوموړي د روان کال د جنوري د میاشتي د ۲۵ نیټي د ۸۰۰ پاڅون کوونکوو د وژني د امر ورکولو تور هم لګول شوي دی.

د پخواني ولسمشر سربیره به د هغه دواړه زامن جمال او عاله، د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب العدلي او د امنیتي چارو ۶ پخواني مشران هم محکمي ته وړاندې کړل شی. د محکمي څخه لویه توره پنجره راتاو کړل شوي وه تر څو د مظاهره کوونکو مخه ونیول شي.

د چهارشنبي تر ورځي دا پوښتنه کیده چي آیا هغه به محکمي ته حاضر کړاي شي او که نه.

د روغتیا د وزیر د دي اعلان سره سره چی د مبارک د روغتیا حالت د دي وړ دی چی محکمي ته حاضر شي، په مصر کي داسي شکونه موجود وو چی هغه به د محکمي په داخل کی ولیدل شي او که نه.

د ۱۸ ورځو د لاریونونو وروسته د هغه ۳۰ کلني «پاچاهۍ » ته د پاي د ټکي د ایښودو وروسته، هغه په ناڅاپي توګه ناروغه شوو. د هغه د رژیم تر نسکوریدو وروسته داسي ویل کیده چې هغه په کوما کي دی.

د زړه د ناروغي څخه نیولي تر د معدی د سرطان پوري د هغه د روغتیایی حالت د ضد او نقیض ادعاوو وروسته، داسي شکونه ډیر زیات څرګند شول چی ګواکي مبارک به هیڅکله په قاهره کي محکمي ته وړاندي نه کړای شي. ځیني نیوکه کوونکي په دي آند وو چی د محکمي د دایریدو څڅه مخکی هغه به مړ اعلان شي. خو هغه نن لږ تر لږه د دغی محکمی په وړاندی باید د لګولو شوو تورونو په هکله ځواپ ووايی.

دویچه ویله/ سیدریاض
کتونکي: عبدالباري حکیم