1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر د راتلونکې په هکله نړیوال اندیښمن دي

۱۳۹۰ دی ۹, جمعه

دمصر په پلازمینه، قاهره، کې د پنجشنبه په ورځ ۱۷ مصري او بهرني غیر حکومتي سازمانونه وپلټل شول. د هغو په جمله کې د آلمان د، کونراد ادناور، د مرکز د قاهرې د څانګی دفتر هم شامل دی. چې دې کار نړیوال غبرګونونه راپارولي.

https://p.dw.com/p/13bxl
قاهره کې د دولت له لوري ۱۷ غیر رسمي سازمانونه پلټل شوي.
قاهره کې د دولت له لوري ۱۷ غیر رسمي سازمانونه پلټل شوي.انځور: dapd

د مصر پوځي حکومت د خپل دې اقدام لپاره دلیل راوړی چې ګواکې دغو سازمانونو باندې شک کیږي چې په غیر قانوني توګه تمویلیږي او یا په غیر قانوني توګه فعالیت لری. د بشري حقونو د څارنې سازمان، هیومن رایټس واچ وایي چې د مصر د حکومت دا کار سیاسي انګیزې لری.

په قاهره کې د «ملي دیموکراتیک انستیتوت» څخه، جولی هوګیس، لا تراوسه د ویرې احساس کوي. هغه وایي چې د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه یونیفارم لرونکي کسان د نوموړي انستیتوت دفتر ته راننوتل، له هغو سره ځینې نور کسان هم وو او ویویل چې د مصر د لوی څارنوالې مامورین دي او غواړي چې د دفتر دوسیو او کمپیوترونو ته لاس رسی پیدا کړي.

هوګیس وایي چې هغه نه پوهیږي ولې د مصر حکومت دا کار کوي حال دا چې ملي دیموکراتیک انستیتوت له کلونو را په دې خوا په قاهره کې قانوني فعالیت لري:

« زمونږ مؤسسه د نړۍ په ۶۵ هیوادونو کې فعالیت لري. له شپږو کلونو را په دې خوا مونږ په مصر کې کار کوو او په ۲۰۰۵م کال کې رسما ثبت شو. زمونږ په کار کې هیڅ درغلې نشته، کار مو شفاف دی. په داسې حال کې چی اوس مصر د دموکراسې په لور ګام اخلي، داسې یو کار د اندیښنې وړ دی.»

دغه انستیتوت د متحده ایالاتو د حکومت له خوا تمولیږي او د متحده ایالاتو د دموکرات له ګوند سره نږدې اړیکې لري.

خو د مصر امینتي چارواکو نه یواځې نوموړی بلکې ۱۶ نور داسې مؤسسی تر څارنې او پلټنې لاندې ونیولی. د هغو په جمله کې د آلمان د، کونارد ادناور شتېفتونګ، یا بنسټ هم دی. دغه بنسټ د آلمان د صدراعظمې، انګلا میرکل، د مسیحی دیموکرات له ګوند سره اړیکه لري. د دغه او نورو مؤسسو دوسیې، اسناد او کمپیتورونه وړل شوي دي او کار کونکي یې په دفترونو کې قید ساتل شوي دي.

د مصر د حکومت دغه اقدام نړیوال غبرګونونه راپارولي دي او هغه یې غندلي دي. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې ویلي چې د مصر د حکومت له دې عمل څخه « ډیره زیاته اندیښنه » لري. نوموړي وزارت غوښتنه کړې چې د مصر مسؤلین باید سمدلاسه د خپلو دې کړو وړو په هکله څرګندونې وکړي. د جمعې په ورځ په برلین کې د مصر سفیر د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو او د آلمان حکومت اندیښنه یې ورته څرګنده کړه. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو وستر ویله، وویل: « د دا ډول کړو وړو ټغر باید ژر ټول شي» ترڅو د کونارد ادناور مؤسسه وکړای شي چې پرته له کوم خڼد څخه خپل کار ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو د څارنی له سازمان څخه، حبا موریف، ویلي چې د مصر د حکومت دا اقدام سیاسي انګیزې لري.

د مصر د دموکراسې غورځنګ هم د پوځي حکومت دغه اقدام غندلی دی. هغوي وایې چې له دا ډول عمل سره پوځي شورا هڅه کوي چې د انتقاد کونکو خوله چپه کړی.

هنس میشایل/ عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض