د مصر جمهور رييس غواړي قدرت یې نور هم ډیر سي
۱۳۹۸ فروردین ۳۱, شنبهد یوه درې ورځني ریفرنډم په جریان کي به مصریان د همدا نن شنبې ورځي څخه د مصر د جمهور رييس عبدالفتاح السیسي د صلاحیتونو د ډیریدو په باب رايي ورکړي. د شمالي افریقا د دغه هیواد د تر ۶۰ ملیونو اضافه مستحقو کسانو څخه غوښتل سوي دي، چي په دغه ریفرنډم کي برخه واخلي او خپلي رايي ورکړي. په ریفرنډم کي د رايي ورکولو یوه بله موضوع په اساسي قانون کي د تغیراتو موضوع هم ده، کوم چي السیسي ته د نورو ترڅنگ ددې امکان ورکوي، چي د جمهوري رياست دوره یې چي اصلأ په ۲۰۲۲ م کال کي ختمیږي ،تر ۲۰۳۰ م کال پوري تمدید سي.
که څه هم اټکل کیږي، چي رایه ورکونکي به هغه ته مثبته رایه ورکړي، خو د بشر د حقوقو مدافعین او سیاسي تحلیل گران د ازادو او بې طرفانه انتخاباتو انتظار نه لري او د بشر د حقوقو د وضعیت د نور خرابیدو څخه هم خبرداری ورکوي. همدا په تیرو اوونیو کي لا د دغو تغیراتو منتقدین تر فشار لاندي راغلي دي. د مصر پارلمان د اساسي قانون د ۱۴۰ مادې تغیير د همدا تیري سه شنبه په ورځ تصویب کړ.
د پوځ د صلاحیتونو ډیریدل
د اساسي قانون تغیرات السیسي ته د قضأ د لوړو بستونو په تعینولو کي لا ډیر صلاحیت ورکوي. پردې سربیره به د پوځ صلاحیتونه هم ډیر سي. منتقدین ددې څخه هم خبرداری ورکوي، چي په راتلونکي کي په اسانۍ سره کیدلای سي، ملکي کسان د نظامي محکمو له خوا محاکمه سي. دوی بیره لري، چي د السیسي واکمني به نوره هم مطلق العنانه سي. خو د السیسي طرفدران بیا دلیل راوړي، چي دغه تغیرات به مصر نور هم باثباته کړي.
همداوس لا د السیسي تر رهبرۍ لاندي حکومت د اپوزيسون په مقابل کي د سخت شدت څخه کار اخلي او په لسونه زره مصریان بندیان دي. د بیان ازادي او د اجتماعاتو حق ډیر زیات محدود سوی دی. السیسي خپل دغه سیاست ته په هیواد کي د ترهگرۍ په خطر سره برأت ورکوي.
له بلي خوا بیا د جرمني حکومت هم د اساسي قانون پر دغو تغیيراتو باندي انتقاد کړی دی. د دغه هیواد د خارجه وزارت یوه ویاند د تیري چهارشنبې په ورځ وویل، چي د اساسي قانون دغه تغیيرات د حکومت او پوځ صلاحیتونه نور هم پراخوي او د « قدرت سوله یز او دیموکراتیک تغیير سختوي.»
پخواني د دفاع وزیر السیسي په ۲۰۱۳ م کال کي د اسلام پاله جمهور رييس محمد مُرسي په لیري کیدو سره قدرت په لاس کي واخیست او په راتلونکو کلونو کي د جمهور رييس په حیث تعیين سو.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 09.06.2017 )