1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مصر انتقالي حکومت خپله استعفا وړاندي کړه

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

وروسته تر هغه چي په مصر کې ډیری مظاهره کوونکي د پولیسو سره په شخړو کې ووژل سول اوس د دغه هیواد حکومت خپله استعفا وړاندي کړې خو مظاهره کوونکي وايي چې دا د هغوی له پاره کافي نه ده.

https://p.dw.com/p/13Ew5
مظاهره کوونکې د مصر د پوځې ادارې د واک ختمیدل غواړي
مظاهره کوونکې د مصر د پوځې ادارې د واک ختمیدل غواړيانځور: dapd

د مصر سیاسي راتلونکې اوس یوه نوې پړاو ته ننوتلې ده. په دغه هیواد کې د پوځې عالي شورا لخوا د ټاکل شوي حکومت په وړاندې سختې مظاهرې روانې دي. په دغه مظاهرو کې ډیری کسان د پولیسو سره په شخړو کې وژل شوي هم دي.

په سلګونه مظاهرکوونکي د قاهرې په ښار کې د تحریر میدان کې راغونډ شوي دي او د پوځي ادارې څخه غواړې چې قدرت پریږدي. تر دې وړاند په دغه میدان کې ۱۰۰۰۰۰ کسان راغونډ شوی ول ترڅو د مصر پر حکومت فشار واچوي چې له قدرت څخه ګوښه شي.

د دغو فشارونو وروسته د مصر حکومت چې د پوځ لخوا تاکل شوی وو خپله استعفا وړاندې کړه. لا تر اوسه پورې دا خبره څرګنده نه ده چې د مصر پوځې عالي شورا به د دغه حکومت استعفا ومني او که نه. که د مصر د حکومت ا ستعفا ومنل شي کیدای شی په دغه هیواد کې راتلونکې پالماني ټاکنې چې د نومبر د میاشتي په ۲۸ پلان شوي دي د ګواښ سره مخامخ شي.

د تیرې ورځې د مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ کسان و‎ژل شوي او ۱۷۵۰ نور کسان ټپیان شوي دي. دغه ارقام د مصر د روغتیا د وزارت لخوا تصدیق شوي.

وروسته له هغې چې د مصر حکومت اعلان وکړ چې خپله استعفا به وړاندې کړې مظاهر کوونکو د مارشال حسین طنطاوي د استعفا غوښتنه وکړه. هغه د مصر د پوځې د عالي شورا مشر دی. دغې ادارې د حسن مبارک د حکومت د ړنګیدو وروسته پر مصر حکومت کړی دی.

مظاهره کوونکې وایې چې په هیواد کې راتلونکې پارلماني ټاکني به و نه شې کولاې چې دیموکراسي تطبیق کړي. ځینې کسان خو د پوځې ادارې څخه هم غواړې چې قدرت پریږدي خو ښایې دغه اداره د  ولسمشرۍ تر ټاکنو دغه کار تر سره نه کړي. د پلان له مخې به د مصر د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۲ کال په پای او یا هم د ۲۰۱۳ کال په پیل کې تر سره شي.

ډیر کسان په دې اند دي چې د مصر اوسنې حکومت په دغه هیواد کې د پوځ د لاس یوه اله ده چې د حسن مبارک د دولت په شان کارونه تر سره کوي.

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سر منشي او د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په مصر کې د تاوتریخوالې د ختمیدو غوښتنه وکړه. د پښنې نړیوال سازمان هم د مصر پر پوځې ادارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه اداره د خپل ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راغلې ده. دغې ادارې ويلې دي چې د مصر اوسنی رژیم له هغو تخنیکونو څخه کار اخلي چې د مبارک ژریم ور څخه کار اخلي.

که څه هم نړیوالي ټولنې د مصر د پوځې عالي شورا لخوا د مظاهرو ځپل غندلې دي خو دغه شورا وایي چې د ولسمشرۍ ټاکنو تاریخ په وړاندې را نه ولي. د مصر خلک غواړې چې قدرت باید ملکي دولت ته وسپارل شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل