1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مزار شريف له هوايي ډګره بهرني پروازونه پيل سول

عبدالحميد صافی/ مزارشريف۱۳۹۲ آبان ۳۰, پنجشنبه

د مزارشريف د هوايي ډګر د نوي ځاغستليکي په جوړېدو سره پر کورنيو پروازونو سر بيره بهرني پروازونه پيل شول. دغه هوايي ډکر ته له ترکيې څخه لومړي الوتکه رسېدلیې او کښېناستلې ده.

https://p.dw.com/p/1AM15
انځور: DW/H. Safi

د مزاشریف د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د يوې ترکۍ الوتکي په کښېناستلو سره د نړيوالو پروازونو له پاره پرانيستل سو. د دغه ميدان ملکي برخه د آلمان هيواد په مرسته جوړه سوې ده.

د «ترکش ایرلاین» هوايي شرکت د فعالیت د پیل په جوړه شوې غونډه کي د بلخ والي عطا محمد نور وويل چي نور به د شمال خلک له هغو ستونزو څخه خلاص وي چي له هيواد څخه دباندي د پروازونو په اړه يې لرلې. د هغه په خبره ډېر ژر به نورو اسياسي او حتی اروپايي هيوادونو ته هم پروازونه پيل سي.

د بلخ والي دغه راز د دغه ولايت د هوايي ډګر د نوي ترمینل د جوړیدو په برخه کي د آلمان مرستي هم وستايلې، او له نورو هیوادونو څخه يې هم وغوښتل چي له افغانستان سره په بنسټیزو مرستو کي آلماني معیارونه وټاکي.

د ملکي هوايي ډګر پرانيستنه
د ملکي هوايي ډګر پرانيستنهانځور: DW/H. Safi

له بلي خوا په مزاشریف کي د ترکيې سر کنسل«ګونش» د افغانستان او ترکيې د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار او په دغه ولایت کي يې د ترکيې هوايي شرکت د فعالیت پیل د دواړو هیوادونو په تاریخ کي یو بنسټیز اقدام و ګاڼه:

«موږ نن په مزاشریف کي د ترکيې د هوايي کرښي د پرانستلو شاهدان یو، تردې وروسته به له دغه هوايي ډګر څخه په اوونۍ کي دوه ځله استانبول ته الوتني کیږي.»

ویل کیږي چي تر دې وخته څلورو هندي، عربي، ترکي او افغاني هوايي شرکتونو د مزاشریف د مولانا جلال الدین له هوايي ډګر څخه د نړیوالو پروازونو له پاره نوم لیکنه کړې ده.