1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مرکزي افریقا جمهوریت کې د آلمان ښکیلتیا

مسعود جهش (دویچه ویله)۱۳۹۳ فروردین ۲۲, جمعه

د مرکزي افریقا جمهوریت وضعیت اوس هم ناآرامه دی. د اروپايي ټولنې یو ماموریت به چې آلمان هم په کې ونډه لري، په دې هیواد کې له میشتو افرایقایي او فرانسوي ځواکونو سره مرسته وکړي. خو د دې ماموریت پیلیدو ته اوس هم وخت پاتې دي.

https://p.dw.com/p/1BgJm
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د اپریل پر شپږمه نیټه مرکزي افریقا جمهوریت ته د خپل سفر پر مهال وویل: «شل کاله مخې نړیوالې ټولنې د راوندا خلک ناهیلې کړل او اوس موږ له دې خطر سره مخامخ یو چې د مرکزي افریقا جمهوریت د خلکو له پاره کافي کار و نه کړو.»

بان غواړي چې دغه هیواد ته لا ډیر نړیوال پولیس او سرتیري واستول شي. د مرکزي افریقا جمهوریت د ۲۰۱۳ په مارچ میاشت کې له کودتا وروسته، د هرې ورځې په تیریدو سره له لا ډیرو گډوډیو سره لاس او گریوان کیږي. تر دې کودتا وروسته د افریقايي هیوادونو د ټولنې ۶۰۰۰ او د فرانسې ۲۰۰۰ سرتیري دې هیواد ته واستول شول ترڅو د ثبات له تامینولو سره مرسته وکړي.

پلان شوې ده چې له ۲۰۰۸ کال راهیسې په چاد کې د اروپايي ټولنې په ماموریت کې ښکیل سرتیري چې یو شمیر آلماني ځواکونه هم په کې شامل دي، د مرکزي افریقا جمهوریت له ماموریت سره مرسته وکړي.

د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ د مرکزي افریقا په ماموریت کې د خپلو سرتیرو ونډه تایید کړه. په دې ترتیب سره به آلمان په دې ماموریت کې ۸۰ سرتیري ولري. د دغه هیواد له پاره د اروپايي ټولنې په ماموریت کې به له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې ځواکونه ښکیل وي. په عین حال کې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هغه پلان ته هم رزغون څراغ ښوولی دی چې له مخې به یې مرکزي افریقا ته ۱۰۰۰۰ شین خولې سرتیري او ۱۸۰۰ شین خولې پولیس واستول شي. د دغو ځواکونو دنده به په مرکزي افریقا کې د ثبات راوستل وي.

د آلمان کلیدي وړتیاوې

د مرکزي افریقا له پاره د اروپايي ټولنې ماموریت تر یوې اوږدې پروسې وروسته تایید شوی دی. د ډیر وخت له پاره په دې اړه وروستۍ پریکړه نه وه شوې خو په پای کې بیا د روان کال د جنوري پر شلمه نیټه د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پریکړه وکړه چې په دې ماموریت کې به ونډه اخلي.

تر دې وروسته بیا هم د دغه ماموریت په اړه څلور کنفرانسونه وشول. وروستی کنفرانس د مارچ میاشتې په نیمایي کې وشو. اوس اروپايي ټولنه په دې ماموریت کې ښکیلیدونکو سرتیرو له پاره خپل ټاکل شوي هدف ته یو څه نزدې شوې ده. دغه نزدې والې هم د جورجیا له خوا په دې ماموریت کې د ۱۵۰ سرتیرو تر ژمنې وروسته رامنځ ته شو. دا په داسې حال کې ده چې جورجیا د اروپايي ټولنې غړیتوب نه لري.

د اروپايي ټولنې د سرتیرو اصلې دنده به د مرکزي افریقا جمهوریت د پلازمینې او هوایي ډگر امنیت ټینگول وي، خو د ملگرو ملتونو له خوا هغوی ته اجازه ورکړل شوې ده چې له ملکیانو څخه د ساتنې په موخه په «هر لازم اقدام لاس پورې کړي».

آلمان به له دې ماموریت سره د هوایي ترانسپورت په برخه کې مرسته وکړي. په دې ترتیب سره به دغه هیواد دوه لویې ترانسپورتي الوتکې په دې ماموریت کې ښکیلې کړي او د اړتیا په صورت کې به یوه بله د پوځي روغتون الوتکه هم د مرکزي افریقا جمهوریت په ماموریت کې برخه واخلي. پر دې سربیره به یو شمیر آلماني سرتیري د ماموريت په اصلي مرکز کې میشت وي، خو دغه سرتیري به په جگړه کې ونډه وا نه خلي.

د دغه هیواد ټول نفوس ۴.۶ میلیون دی چې له ډلې څخه یې ۲.۵ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه هیواد ټول نفوس ۴.۶ میلیون دی چې له ډلې څخه یې ۲.۵ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.انځور: Reuters

د آلمان د ښکیلتیا پر کموالي باندې نیوکه

د آلماني پوځ پخوانۍ لوی درستیز هارالد کویت، د برلین پر دې پریکړې باندې نیوکه کوي او وایي چې دا کیدای شي په اروپايي ټولنه کې د آلمان متحدینو ته غلط زیگنال وي. هغه په خاصه توگه پر دې خبره چې آلمان د مرکزي افریقا جمهویت په ماموریت کې په جگړې کې له ونډه اخیستلو څخه انکار کړی دی نیوکه کوي. هغه وایي: «دا مهمه ده چې سړی له پیل څخه د پلان جوړونې په برخه کې ښکیل وي خو دا په دې معنی هم ده چې سړی باید د یو اړخیزو محدودیتونو او د هغوی له اعلانولو څخه ډډه وکړي. په خاصه توگه بیا په داسې مرحله کې چې پلان جوړونه لا بشپړه شوې نه وي.» د پوځ دغه پخوانۍ چارواکی وایي چې دا کار کیدای شي د آلمان پر متحدینو باندې ناوړه اغیزه واچوي: «په اوږدې موده کې به زموږ متحدین یوازې له دې سره چې موږ د ماموریت سیمې ته سرتیري ولیږدو، ټپیان بیرته انتقال کړو او په اصلي ماموریت کې ونډه وا نه خلو، موږ و نه مني.»

له بلې خوا بیا د بهرنیو اړیکو له پاره د آلمان له شورا څخه سیاسي کارپوه یوون فون دیپین، وايي چې دا د آلمان له خوا د خپلو مسوولیتونو د منلو یوه نښانه ده: «زه فکر کوم چې پر نسبتاً لږ شمیر سرتیرو سربیره هم دا یو واضح زینگال دی چې آلمان د اروپايي امنیتي پالیسي په چوکاټ کې خپل مسوولیتونه مني.» دیپین زیاتوي: «آلمان پر خپلو کلیدی وړتیاو باندې تمرکز کوي چې هغه د هوایي ترانسپورت له لارې د ټپیانو د لیږدولو د ستراتیژي بربنسټ ولاړې دي او حتمی نه ده چې په دې ماموریت کې د وسلې له زور څخه کار واخیستل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له اروپايي پارلمان څخه مایکل گهولر، بیا وايي چې کله د اروپايي ټولنې موضوع مطرح شي نو له آلمان څخه ډیره تمه کیږي: «کله چې د اروپايي ټولنې د ښکیلتیا موضوع وي، نو زموږ متحدین داسې تمه کوي چې آلمان باید د خپلو مالي مرستو په څیر په نورو ماموریتونو کې هم پراخه ونډه واخلي.»

آلمان همدا اوس هم په مرکزي افریقا جمهوریت کې د افریقايي ټولنې د ماموریت مالي ملاتړ کوي. دغه هیواد همداراز د اروپايي پرمختیایي صندوق تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی دی.

پر دې سربیره آلمان له مرکزي افریقا جمهوریت سره د ۸،۵ میلیونه یورو مرستو او په کانگو کې د دې هیواد له گډوالو سره د ۱.۵ میلیونه یورو مرستو ژمنې هم کړې دي.

په مرکزي افریقا جمهوریت کې میشت فرانسوي ځواکونه
په مرکزي افریقا جمهوریت کې میشت فرانسوي ځواکونهانځور: picture-alliance/dpa/ECPAD

مرستو ته سترگې په لار

د مرکزي افریقا جمهوریت اوسیدونکي په بیړنۍ توگه مرستو ته اړتیا لري. په دې هیواد کې سلهاو زره کسان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. د دغه هیواد ټول نفوس ۴.۶ میلیون دی چې له ډلې څخه یې ۲.۵ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو د دې له پاره چې له دغو کسانو سره مرسته وشي، باید لومړی په دې هیواد کې سوله راشي.

د آلمان د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د اروپايي ماموریت لومړني سرتیري کیدای شي د څو ورځو په جریان کې د مرکزي افریقا جمهوریت ته ورسیږي. تر هغه پورې چې د دې ماموریت ټول سرتیري دې هیواد ته رسیږي ښايي څو اوونۍ تیرې شي. خو د ملگرو ملتونو د شین خولو ماموریت به د سپتمبر تر میاشتې پورې پیل نه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب