د مرسي پلویانو او مخالفینو د مظاهرو اعلان کړی
۱۳۹۲ تیر ۲۱, جمعهد جمعې په ورځ په مصر کې د مرسي پلویانو او مخالیفونو د پراخه مظاهرو د په لاره اچولو اعلان وکړ. اخوان المسلمین چې د محمد مرسي ملاتړ کوي وايي چې تر هغه وخته پورې به خپلې مظاهرې و نه دروي چې مرسي بیرته واک ته ستون شوی نه وي. د دغې ډلې ویاند احمد عارف ویلي دي: «اخوان المسلمین به خپلو سوله ییزو مظاهرو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې پوځي کودتا ړنگه شي او قانونیت یو ځل بیا حاکم شي.»
له بلې خوا د مرسي مخالفینو هم پر خلکو باندې غږ کړی دی چې په مظاهرو لاس پورې کړي. چارواکي وايي چې مرسي اوس هم په قاهره کې د «جمهوري گارد په مرکز» کې ساتل کیږي. هغه تر گوښه کیدو وروسته د پوځ له خوا نیول شوی وو. په همدې ځای کې د دوشنبې په ورځ د مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ د نښتو په پایله کې د مرسي ۵۳ پلویان او څلور تنه پوځیان وژل شوي ول. پوځ ویلي دي چې تاوتریخوالی لومړی د مظاهره کوونکو له خوا پیل شوی وو.
دا په داسې حال کې ده چې اخوان المسلمین وايي چې د مصر موقته اداره هغوی تر بریدونو لاندې نیسي. تر دې مخکې پوځ د دغې ډلې د مشرانو د نیولو امرونه هم صادر کړي ول. د دغو کسانو د نیولو امرونو تر صادریدو وروسته، د اخوان المسلمین ډیر شمیر مشران په عام محضرو کې نه څرگنديږي او يا خو په نامعلومو ځایونو کې پټ شوي دي.
ملگرو ملتونو یو ځل بیا اندېښنه څرگنده کړه
په همدې حال کې د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کیمون، د مصر د موقتې ادارې د بهرنیو چارو له وزیر سره د تلیفون پر کرښه خبري کړې دي او ټنگار یې کړی دی چې له اخوان المسلمین او یا هم کومې بلې ډلې څخه باید د غچ اخیستلو هڅې و نه شي.
د ملگرو ملتونو یوه ویاند ویلي دي: «هغه [بان کیمون] د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې تینگار وکړ چې مصر باید د بیان، اجتماع او هغوی پورې تړلو ارزښتونو د آزادي درناوی وکړي.»
سپینې ماڼۍ هم ویلي دي چې هغوی د اخوان المسلمین د مشرانو د نیولو موضوع سخت اندیښمن کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي، ویلي دي چې په وروستیو وختونو کې په مصر کې د یوې ډلې غړي نیول کیږي چې دغه بهیر له پخلاینې سره مرسته نه شي کولای.
امریکا متحده ایالات اوس په دې اړه څیړنې کوي چې ایا په مصر کې د پوځ له خوا د مرسي گوښه کیدل یوه کودتا وبولي او که نه. د دې کلمې له کارونې سره دغه هیواد د مصر له پوځ څخه د مالي ملاتړ کولو مسوولیت نه لري.